ځایی سرچینو نن، یکشنبه د سنبلې لومړۍ نېټه، ویلی چې دغه ځوان چې «مسلم» نومېده، د هغه څه له امله د خپل پلار له لوری وژل شوی چې «د پلار نافرمانی، کار نه کول او نامناسب چلند» بلل شوی دی.
د سرچینو په وینا، پېښه د کندهار ښار په دیارلسمه ناحیه کې شوې او د دغه ځوان پلار د اوسپنې په یوه میله د هغه پر سر ګوزار کړی، چې له امله یې مسلم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
خو تر اوسه د دې وژنې په اړه نور جزئیات نه دی ورکړل شوی.
دا پېښه داسې مهال شوې چې بېکاری، اقتصادی ستونزې او ټولنیز فشارونه په افغانستان کې د ډېرو کورنیو ژوند له جدی ستونزو سره مخ کړی دی. په داسې شرایطو کې، د کار، عاید، اقتصادی مسؤلیتونو او د کورنۍ د غړو د چلند پر سر کورنۍ شخړې کولای شی سختو ترینګلتیاوو او په ځینو مواردو کې تاوتریخوالی ته لار هواره کړی.
د دغه ځوان وژنې یو ځل بیا په کورنی چاپېریال کې د تاوتریخوالی او په افغانستان کې د کورنیو شخړو د مخنیوی او حل لپاره د اغېزمنو میکانیزمونو د نشتوالی په اړه پوښتنې راپورته کړې دی؛ په ځانګړی ډول په داسې شرایطو کې چې ډېری کورنۍ له بېوزلۍ، بېکارۍ او روانی او اقتصادی فشارونو سره مخ دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.