خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/02 9:36کد خبر: 119812

د ګینی پلازمېنه کې ځمک ښویېدنه؛ 30 کسان مړه او 22 نور ټپیان شوی

د ګینی پلازمېنه کې ځمک ښویېدنه؛ 30 کسان مړه او 22 نور ټپیان شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

د راپورونو له مخې، د ګینی پلازمېنه کوناکری کې د ځمک ښویېدنې له امله لږ تر لږه 30 کسان مړه او 22 نور ټپیان شوی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

رویټرز راپور ورکړی چې دغه پېښه د یکشنبې په ورځ سهار شاوخوا دوه بجې، د کوناکری ښار په «ګېبېسیا» سیمه کې د شپې له سخت ورښت وروسته شوې ده.

د ګینی حکومت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې 30 کسان مړه، شپږ سخت او 16 نور سطحی ټپیان شوی دی.

ویل شوی چې سخت بارانونه د کثافاتو د یوې لویې ډېرۍ ښویېدو لامل شوی او د سیمې شاوخوا یې یو شمېر خېمې او غیرمعیاری کورونه لاندې کړی دی.

په راپور کې راغلی چې ژغورونکی د لویو ماشینونو او نورو وسایلو په مرسته سیمه کې تر خاورو لاندې د احتمالی لاندې شوو کسانو په لټون بوخت دی.

سرچینې لیکلی چې د ګینی حکومت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د موجودو خطرونو، په ځانګړی ډول د بارانونو په موسم کې به یاده سیمه وتړل شی او کثافات به له پلازمېنې بهر ولېږدول شی.

د ګینی لومړی وزیر امادو اوری باه له پېښې وروسته سیمې ته تللی او له خلکو یې غوښتی چې خپل ارام وساتی، له زیانمن شوو کسانو سره خواخوږی او پیوستون وښیی او د ژغورونکو ځواکونو او مسوولینو لارښوونې مراعات کړی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # ګینی
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.