خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/02 9:37کد خبر: 119813

مجاهد: له تاجکستان سره د پولې په اوږدو هیڅ ډول نظامی تحرکاتو ته اجازه نه ورکول کېږی

مجاهد: له تاجکستان سره د پولې په اوږدو هیڅ ډول نظامی تحرکاتو ته اجازه نه ورکول کېږی - خبرگزاری افغان ایرکا

د اسلامی امارت ویاند د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د تاجکستان د امنیتی اندېښنو په غبرګون کې ډاډ ورکړی چې په دې سیمه کې به هیڅ ډول نظامی تحرکاتو ته اجازه ورنه کړل شی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د تاجکستان د ملی امنیت دولتی کمېټې ویلی وو چې په یوه سرحدی نښته کې دوه افغان وګړی وژل شوی او ادعا یې کړې وه چې هغوی په ناقانونه توګه تاجکستان ته اوښتی وو او د نشه‌یی توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.

د اسلامی امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې څو ورځې مخکې د افغانستان او تاجکستان د پولې په اوږدو کې ځینی تحرکات رامنځته شوی وو، خو اوس تر کنټرول لاندې دی.

هغه ویلی: «په هر ځای کې تر دې کچې ستونزې شته.»

مجاهد ټینګار کړی چې له پخوا راهیسې د یادې پولې په اوږدو کې د قاچاقبرانو تحرکات موجود وو او هغوی له دې لارې تګ راتګ کاوه، خو له دغو مواردو پرته کوم پوځی اقدام او جدی امنیتی ستونزه نشته او په پوله کې به هیڅ ډول نظامی تحرکاتو ته اجازه ورنه کړل شی.

مجاهد دغه‌راز ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د تاجکستان پر ضد ونه کارول شی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # مجاهد
  • # افغانستان
  • # تاجکستان
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.