د طالبانو مشر ملا هبتالله اخوندزاده په یوه بېنېټې غږیز فایل کې چې رسنیو ته رسېدلی، ویلی چې ګاونډی هېوادونه باید د وېرې احساس ونه کړی او افغانستان د هېچا پر وړاندې بد نیت نه لری.
هغه ټینګار کړی چې هغه هېوادونه چې له افغانستان سره خبرو اترو ته لېوالتیا لری، کولی شی «له هېڅ ډول تردید پرته» خبرو ته داخل شی.
د طالبانو مشر د دې ډلې د خپلواکې پرېکړې کولو په اړه ویلی چې افغانستان «سولهییز ژوند، پخلاینه او امنیت» غواړی او د طالبانو حکومت هم «د نورو په امر عمل نه کوی» او «د خپلې ارادې او اختیار خاوند دی».
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږی چې په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ لفظی ترینګلتیاوې زیاتې شوې دی. پاکستان تل طالبان په پاکستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.