خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/07 11:0کد خبر: 119876

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه 439 کورنۍ راستنې شوې دی

تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه 439 کورنۍ راستنې شوې دی - خبرگزاری افغان ایرکا

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایی، تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه 439 کورنۍ چې 2071 کسان کېږی، هېواد ته راستنې شوی؛ 368 کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او له 445 کورنیو سره نغدی او نورې مرستې شوې دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د اسلامی امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې 367 کورنۍ چې 1805 کسان کېږی، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دی.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه 318 کورنۍ چې 2308 کسان کېږی، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوی او د ترانسپورټ لپاره یې یو میلیون او 670 زره افغانۍ ورکړل شوې دی.

سرچینه زیاتوی چې په تورخم کې له 409 کورنیو سره په ټولیز ډول دری میلیونه او 486 زره افغانۍ نغدی مرسته شوې ده.

د کندهار د سپین‌بولدک له لارې هم 13 کورنۍ چې 55 کسان کېږی، هېواد ته راستنې شوې دی.

د راپور له مخې، له دې ډلې 14 کورنۍ چې 50 کسان کېږی، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټی لګښتونو لپاره یې څه باندې 104 زره افغانۍ ورکړل شوې دی.

سرچینه زیاتوی چې په سپین‌بولدک کې له 14 کورنیو سره په ټولیز ډول 114 زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکی، روغتیایی او مخابراتی خدمات هم ورته وړاندې شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې 42 کورنۍ چې 164 کسان کېږی، هېواد ته راستنې شوې او همدارنګه 1017 مسافر هم راستانه شوی دی. هلته د نغدی مرستو په برخه کې له پنځو کورنیو سره په ټولیزه توګه 42 زره افغانۍ مرسته شوې ده.

دغه‌راز سرچینه زیاتوی چې د هرات د اسلام‌کلا بندر له لارې هم 17 کورنۍ چې 47 کسان کېږی، هېواد ته راستنې شوې دی او په ټولیز ډول له 17 کورنیو سره 102 زره افغانۍ مرسته شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلی چې د انتقال او ترانسپورټ کمېټې له کابل څخه 36 کورنۍ چې 169 کسان کېږی، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولی او 147 زره او 600 افغانۍ یې هم ورکړی دی.

سرچینې لیکلی چې په ټوله کې 439 کورنۍ چې 2071 کسان کېږی، هېواد ته راستنې شوی، 368 کورنۍ چې 2527 کسان کېږی بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوی، له 445 کورنیو سره مرستې شوی او هغوی ته د مخابراتی شبکو 363 سیمکارتونه هم ورکړل شوی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # ایران او پاکستان
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.