د اسلامی امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د تېرې ورځې راپور خپور کړی دی.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې، د تورخم له لارې 367 کورنۍ چې 1805 کسان کېږی، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دی.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له تورخم څخه 318 کورنۍ چې 2308 کسان کېږی، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته لېږدول شوی او د ترانسپورټ لپاره یې یو میلیون او 670 زره افغانۍ ورکړل شوې دی.
سرچینه زیاتوی چې په تورخم کې له 409 کورنیو سره په ټولیز ډول دری میلیونه او 486 زره افغانۍ نغدی مرسته شوې ده.
د کندهار د سپینبولدک له لارې هم 13 کورنۍ چې 55 کسان کېږی، هېواد ته راستنې شوې دی.
د راپور له مخې، له دې ډلې 14 کورنۍ چې 50 کسان کېږی، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټی لګښتونو لپاره یې څه باندې 104 زره افغانۍ ورکړل شوې دی.
سرچینه زیاتوی چې په سپینبولدک کې له 14 کورنیو سره په ټولیز ډول 114 زره افغانۍ مرسته شوې او خوراکی، روغتیایی او مخابراتی خدمات هم ورته وړاندې شوی دی.
د دغه راپور له مخې، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې 42 کورنۍ چې 164 کسان کېږی، هېواد ته راستنې شوې او همدارنګه 1017 مسافر هم راستانه شوی دی. هلته د نغدی مرستو په برخه کې له پنځو کورنیو سره په ټولیزه توګه 42 زره افغانۍ مرسته شوې ده.
دغهراز سرچینه زیاتوی چې د هرات د اسلامکلا بندر له لارې هم 17 کورنۍ چې 47 کسان کېږی، هېواد ته راستنې شوې دی او په ټولیز ډول له 17 کورنیو سره 102 زره افغانۍ مرسته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلی چې د انتقال او ترانسپورټ کمېټې له کابل څخه 36 کورنۍ چې 169 کسان کېږی، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولی او 147 زره او 600 افغانۍ یې هم ورکړی دی.
سرچینې لیکلی چې په ټوله کې 439 کورنۍ چې 2071 کسان کېږی، هېواد ته راستنې شوی، 368 کورنۍ چې 2527 کسان کېږی بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوی، له 445 کورنیو سره مرستې شوی او هغوی ته د مخابراتی شبکو 363 سیمکارتونه هم ورکړل شوی دی.
