د اسلامی انقلاب د رهبر حضرت آیتالله سیدمجتبی حسینی خامنهای په پیغام کې راغلی دی، سږ کال د ایران د اسلامی جمهوریت حکومت ویاړی چې د حکومت اونۍ له هغو مبارکو شپو ورځو سره هممهاله ده چې د ربیعالاول د میاشتې د دوو قدردانو او برکتناکو زېږېدنو یعنی د حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد او د حضرت امام جعفر صادق (عَّ) د نیکمرغه زوکړې له شپو ورځو سره سمون خوری؛ پر هغوی او د هغوی پر آل سلامونه او درودونه وی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپل پیغام کې د ولسمشر،کابینې او حکومتی کارکونکو ته په مبارکۍ وئیلو سره وفرمآئیل؛په خاصه توګه د هغو شایسته اقداماتو له امله چې د امریکائی ـ صهیونیسټی دښمن له بېلابېلو محدودیتونو او دسیسو، د تحریمونو او محاصرو له زیاتېدو سره سره، د دریم تپلی جنګ پر مهال او له هغو وروسته ترسره شوی دی؛د قدرانې وړ دی ، هغه اقدامات چې د خلکو د اړتیا وړ توکو او بېلابېلو خدمتونو د برابرولو، د زیانمن شویو مهمو برخو د بیا رغونې او د انرژۍ د مدیریت په برخې کې ترسره شوی دی.
حضرت آیت ا... العظمی سید علی حسینی خامنه ای دغه راز ووئیل، مناسبه ده چې د شهیدو ولسمشرانو رجائی او رئیسی، د شهید لومړی وزیر باهنر او د حکومت په بېلابېلو پړاؤنو کې د شهیدو وزیرانو، مدیرانو اونورو کارکونکو یاد تازه کړو؛ او تر ټولو وړاندې د هغه ستر شهید رهبر یاد هم په احترام سره وساتو چې تر کابو د وو پړاؤنو لپاره ئې د ولسمشرۍ دنده پر غاړه لرله. د ټولو لپاره د الهی درجاتو د لوړوالی او ځانګړو الهی پېرزوینو غوښتنه کوو.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز د ایران قدرمن ولس ته په خطاب کې هم وفرمائیل؛د ایران قدرمن ولس،چې په تېرو شپږو میاشتو کې ئې د دښمن پر وړاندې د جهاد، په بېلابېلو ډګرونو کې د شتون، انسجام، همدردۍ او همکارۍ له لارې خپل حقیقی عیار او وړتیا څرګنده کړې ده، د دې وړ او مستحق دی چې د اسلامی جمهوریت د ټولو قواؤؤ او مسؤولو ادارو خدمتګزاری داسې ووینی چې دغه سپېڅلی نظام خپلې خوښې کچې او د دغه ملت د لوړ مقام او شأن د تحقق پر لور روان شی.
هغه پخپل پیغام کې زیاته کړې ده ،د دغه ملت قسم خوړلی دښمن هڅه کوی داسې وانګېرل شی چې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لاره د هغه او د هغه د ناحقه غوښتنو له پیروۍ څخه تېرېږی؛ حال دا چې په تېرو پړاؤنو کې، آن له اسلامی انقلاب څخه څو کاله وړاندې، دغه دښمن زمونږ له هېواد او د هغه له سرچینو سره څه کړی دی، د دې ادعا خلاف حقیقت څرګندوی.
دوی همدرااز د ځوانو غوره شخصیتونو او متخصصانو له خوا د وړاندیز شویو ټیکنالوژیو او نوښتونو کارولو ته په پام سره وفرمائیل؛ په دې برخې کې باید هغو پرګنو ته ځانګړې پاملرنه وشی چې د مثبت او رغنده فرهنګ د خپرولو سرچینه دی؛ لکه په ښوونځیو، پوهنتونونو او حوزو کې ښوونکی او استادان، او همدارنګه هغه نرسان او ډاکټران چې په غیرخصوصی بنسټونو کې ئې د خپلې دندې ترسره کولو ته ځان وقف کړی دی.
حضرت آیت ا... العظمی د خپل پیغام په یوې برخې کې وفرمآئیل؛ د هغو کورنیو مېرمنو رول ته هم پاملرنه ځانګړی اهمیت لری چې د هېواد د راتلونکی د ښکلی او غوره او خوښ کلتور تر ټولو ظریفې برخې او نقشونګارونه د کورونو په فضا کې د دغه ټاټوبی هر یوه اولاد ته ور زده کوی.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خپل پیغام په پای کې هیله وکړه چې د دغو مطلبونو او همدارنګه د هغو نورو ګټورو موضوعګانو عملی کول، چې الحمدلله د حکومت د پروګرامونو په لېست کې موندل کېږی، زمونږ ګران هېواد د «لا پیاوړی قدرتمند ایران» پر لور بوځی او په دې لاره کې فعال کسان د خپل سرور، حضرت ولیعصر امام الزمان عجلا... تعالی فرجهالشریف د ځانګړو پېرزوَینو، او د هغه د خیر، برکت او هدایت له دعا څخه برخمن کړی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.