خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/07 11:4کد خبر: 119879

د هرهغه څه ترسره کول چې د ولس د ټولنیز انسجام په تاوان وی،منع دی

د هرهغه څه ترسره کول چې د ولس د ټولنیز انسجام په تاوان وی،منع دی - خبرگزاری افغان ایرکا

د اسلامی انقلاب رهبر د حکومت د اونۍ په مناسبت په خپل پیغام کې د حکومتت د وړ او ښو اقداماتو، په تیره بیا د څوارلسم حکومت د صادق او د خلکو د خیر غوښتونکی ولسمشر، قدردانی وکړه او وې ویل چې دغه اقدامات د امریکائی ـ صهیونیسټی دښمن له بېلابېلو محدودیتونو او دسیسو، د بندیزونو له زیاتېدو او کلابندیو سره سره ترسره شوی دی. هغه په ټینګار سره وویل: په قاطعیت سره اعلانوم؛ د هر هغه څه ترسره کول چې د ټولنیز انسجام پر زیان وی، ممنوع دی.»

زمان تقریبی مطالعه: 4 دقیقه

د اسلامی انقلاب د رهبر حضرت آیت‌الله سیدمجتبی حسینی خامنه‌ای په پیغام کې راغلی دی، سږ کال د ایران د اسلامی جمهوریت  حکومت ویاړی چې د حکومت اونۍ له هغو مبارکو شپو ورځو سره هممهاله ده چې د ربیع‌الاول د میاشتې د دوو قدردانو  او برکتناکو زېږېدنو یعنی د حضرت محمد مصطفی(ص) دنیکمرغه میلاد او د حضرت امام جعفر صادق (عَّ) د نیکمرغه زوکړې له شپو ورځو سره سمون خوری؛ پر هغوی او د هغوی پر آل سلامونه او درودونه وی.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود پخپل پیغام کې د ولسمشر،کابینې او حکومتی کارکونکو  ته په مبارکۍ وئیلو سره وفرمآئیل؛په خاصه توګه د هغو شایسته اقداماتو له امله چې د امریکائی ـ صهیونیسټی دښمن له بېلابېلو محدودیتونو او دسیسو، د تحریمونو او محاصرو له زیاتېدو سره سره، د دریم تپلی جنګ پر مهال او له هغو وروسته ترسره شوی دی؛د قدرانې وړ دی ، هغه اقدامات چې د خلکو د اړتیا وړ  توکو او بېلابېلو خدمتونو د برابرولو، د زیانمن  شویو مهمو برخو د بیا رغونې او د انرژۍ د مدیریت په برخې کې ترسره شوی دی.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی حسینی خامنه ای دغه راز ووئیل، مناسبه ده چې د شهیدو ولسمشرانو رجائی او رئیسی، د شهید لومړی وزیر باهنر او د حکومت په بېلابېلو پړاؤنو  کې د شهیدو وزیرانو، مدیرانو اونورو کارکونکو یاد تازه کړو؛ او تر ټولو وړاندې د هغه ستر شهید رهبر یاد هم  په احترام سره  وساتو چې  تر کابو د وو پړاؤنو  لپاره ئې د ولسمشرۍ دنده پر غاړه لرله. د ټولو لپاره  د الهی درجاتو د لوړوالی او ځانګړو الهی پېرزوینو غوښتنه کوو.

د اسلامی انقلاب ستر لارښود دغه راز د ایران قدرمن  ولس ته په خطاب کې هم وفرمائیل؛د ایران قدرمن ولس،چې په تېرو شپږو میاشتو کې ئې د دښمن پر وړاندې د جهاد، په بېلابېلو ډګرونو کې د شتون، انسجام، همدردۍ او همکارۍ له لارې خپل حقیقی عیار او وړتیا څرګنده کړې ده، د دې وړ او مستحق دی چې د اسلامی جمهوریت د ټولو قواؤؤ او مسؤولو ادارو خدمتګزاری داسې ووینی چې دغه سپېڅلی نظام خپلې خوښې کچې او د دغه ملت د لوړ مقام او شأن د تحقق پر لور روان شی.

 هغه پخپل پیغام  کې زیاته کړې ده ،د دغه ملت قسم خوړلی دښمن هڅه کوی داسې وانګېرل شی چې د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لاره د هغه او د هغه د ناحقه غوښتنو له پیروۍ څخه تېرېږی؛ حال دا چې په تېرو پړاؤنو  کې، آن له اسلامی انقلاب څخه څو کاله وړاندې، دغه دښمن زمونږ له هېواد او د هغه له سرچینو سره  څه کړی دی، د دې ادعا خلاف حقیقت څرګندوی.

دوی همدرااز  د ځوانو غوره شخصیتونو او متخصصانو له خوا د وړاندیز شویو ټیکنالوژیو او نوښتونو کارولو ته په پام سره وفرمائیل؛  په دې برخې کې باید هغو پرګنو  ته ځانګړې پاملرنه وشی چې د مثبت او رغنده فرهنګ د خپرولو سرچینه دی؛ لکه په ښوونځیو، پوهنتونونو او حوزو کې ښوونکی او استادان، او همدارنګه هغه نرسان او ډاکټران چې په غیرخصوصی بنسټونو کې ئې د خپلې دندې ترسره کولو ته ځان وقف کړی دی.

 حضرت آیت ا... العظمی د خپل پیغام په یوې برخې کې وفرمآئیل؛  د هغو کورنیو مېرمنو رول ته هم پاملرنه ځانګړی اهمیت لری چې د هېواد د راتلونکی د ښکلی او  غوره  او خوښ کلتور  تر ټولو ظریفې برخې او نقش‌ونګارونه د کورونو په فضا کې د دغه ټاټوبی  هر یوه اولاد ته ور زده کوی.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خپل پیغام په پای کې هیله وکړه  چې د دغو مطلبونو  او همدارنګه د هغو نورو ګټورو موضوعګانو عملی کول، چې الحمدلله د حکومت د پروګرامونو په لېست کې موندل کېږی، زمونږ ګران هېواد د «لا پیاوړی قدرتمند ایران» پر لور بوځی او په دې لاره کې فعال کسان د خپل سرور، حضرت ولی‌عصر امام الزمان  عجل‌ا... تعالی فرجه‌الشریف د ځانګړو پېرزوَینو، او د هغه د خیر، برکت او هدایت له دعا څخه برخمن کړی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # آیت الله سیدمجتبی حسینی خامنه ای
  • # د اسلامی انقلاب د رهبر
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.