کاظم غریبابادی تېره ورځ (شنبه) له ایرنا خبری اژانس سره په خبرو کې ویلی: «اسلامی جمهوریت ایران له عمان سره له هرمز تنګی د بېړیو تېرېدو د ترتیباتو په اړه تفاهم کړی، خو دغه تفاهم په اوتومات ډول عملی پړاو ته نه داخلېږی؛ ځکه عملی کېدل یې د مقابل لوری، په ځانګړی ډول د امریکا متحده ایالتونو د ژمنو له عملی کېدو سره تړاو لری.»
د هغه په خبره، ایران هغه لازم اقدامات په بشپړه توګه روښانه کړی چې باید امریکا یې ترسره کړی.
نوموړی ویلی: «واشنګټن باید خپلو ژمنو ته بېرته وګرځی او موږ هغه لازم اقدامات په بشپړه توګه روښانه کړی چې امریکا یې باید ترسره کړی.»
هغه پر ایران د امریکا نوو بندیزونو ته په اشاره ویلی چې دا د ایران لپاره نوې موضوع نه ده او تهران ورسره د مقابلې بشپړه چمتووالی لری.
غریبابادی زیاته کړې، که امریکا بېرته د ډیپلوماسۍ مېز ته د ستنېدو لېوالتیا لری، باید پوه شی چې ایران د اسلاماباد تفاهم نه دی نقض کړی؛ بلکې واشنګټن په تېرو 16 میاشتو کې د درېیم ځل لپاره له ډیپلوماسۍ او د خبرو مېز سره «خیانت» کړی دی.
هغه ټینګار کړی چې هرمز تنګی په بشپړه توګه تړل شوی او که کومه بېړۍ له دې لارې تېرېږی، حتماً به د ایران په همغږۍ او اجازه تېرېږی.
د یادونې ده، د روان کال د وږی په 4مه د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچی په تهران کې له خپل عمانی سیال بدر البوسعیدی سره د هرمز تنګی له لارې د بېړیو د تګ راتګ د مدیریت او د یوه «لنډمهاله ګډ سمندری دهلېز» جوړولو په اړه خبرې کړې وې.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.