خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/09 21:51کد خبر: 119910

په نیپال کې مرګونی سېلابونه؛ د مړو شمېر 903 ته ورسېد

په نیپال کې مرګونی سېلابونه؛ د مړو شمېر 903 ته ورسېد - خبرگزاری افغان ایرکا

د نیپال د طبیعی پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملی ادارې راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله د مړو شمېر 903 ته رسېدلی او لا هم 4247 کسان ــ چې 592 یې بهرنی وګړی دی ــ نادرکه دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

دغه ناڅاپی سېلابونه د چهارشنبې په ورځ د همالیا په لوړو سیمو کې د یوه یخچال د یوې برخې له نړېدو وروسته پیل شول؛ د واورې او یخ د وېلې کېدو له امله اوبه او ډبرې سیندونو ته ورننوتې او د نیپال او تبت ځینې سیمې یې وځپلې چې پراخ ځانی او مالی زیانونه یې واړول.

آی‌ای‌ان‌اس (IANS) خبری اژانس نن راپور ورکړی چې د نیپال د طبیعی پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملی ادارې د تازه معلوماتو له مخې، تر اوسه د 903 کسانو جسدونه موندل شوی دی.

په راپور کې راغلی چې اوسمهال 4247 کسان نادرکه دی چې 592 یې بهرنی وګړی دی. دغه راز، د بوتیکوشی او تریشولی سیندونو په اوږدو کې د برېښنا تولید پروژو د 933 کارکوونکو په اړه هم تر اوسه معلومات نشته.

سرچینه زیاتوی چې د ژغورنې ډلې د هندی او چینایی متخصصینو په همکارۍ هڅه کوی هغه کسان وژغوری چې ګومان کېږی د برېښنا تولید د ځینو پروژو په تونلونو کې بند پاتې دی.

په راپور کې دغه راز ویل شوی چې د دغو سېلابونو له امله 267 کسان ټپیان شوی چې 156 یې تر درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوی دی.

د نیپال د طبیعی پېښو د خطر کمولو او مدیریت ملی ادارې د معلوماتو له مخې، تر اوسه 10 زره او 451 کسان ژغورل شوی چې له ډلې یې 252 بهرنی وګړی دی او 3344 نور د نیپال د پوځ د هوایی عملیاتو له لارې ژغورل شوی دی.

یادې ادارې ویلی چې د لټون، ژغورنې او مرستو رسولو عملیاتو لپاره 20 زره او 819 امنیتی کسان ګومارل شوی چې د نیپال د پوځ او پولیسو ځواکونه په‌کې شامل دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # نیپال
  • # سېلاب
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.