خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/09 22:2کد خبر: 119917

د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې

د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې - خبرگزاری افغان ایرکا

د نړۍ په بازارونو کې د ایران پر لارک ټاپو د امریکا له برید او د تهران له غبرګون وروسته د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې او ورسره د تاوتریخوالی د پراخېدو او د هرمز تنګی د تګ راتګ په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د راپورونو له مخې، امریکایی ځواکونو تېره شپه د هرمز تنګی په لارک ټاپو کې د ایران د توغندیو د توغولو دوه دستګاوې په نښه کړې؛ د ایران سپاه پاسداران هم څو ساعته وروسته اعلان وکړ چې د دغه برید په غبرګون کې یې په اردن کې د امریکا «ملک حسین» او «الازرق» پوځی اډې په بالستیک توغندیو ویشتلې دی.

مارکېټ‌سکرینر د رویټرز په حواله راپور ورکړی چې له دغو بریدونو وروسته د برنټ خام تېلو بیه نن 2،51 سلنه لوړه شوې او د هر بېرل بیه 90 ډالرو او 31 سنټو ته رسېدلې ده؛ همدارنګه د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه 2،19 سلنه لوړه شوې او د هر بېرل بیه 85 ډالرو او 23 سنټو ته رسېدلې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو بن‌بست او د هرمز تنګی د بشپړ تړل کېدو یا د تګ راتګ محدودیتونو دوام هم د تېلو پر بازار اغېز کړی دی.

د راپور د معلوماتو له مخې، د هغو سوداګریزو بېړیو شمېر چې د اوونۍ په پای کې د هرمز له تنګی تېرې شوې، په ورځ کې پنځو ته راکم شوی؛ دا وضعیت د احتمالی بریدونو له وېرې د بېړۍ چلولو شرکتونو د زیات احتیاط نښه بلل شوې ده.

په راپور کې همدارنګه راغلی چې د بریتانیا د سمندری سوداګریزو عملیاتو ادارې د یکشنبې په ورځ ویلی وو، یوه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هرمز تنګی ته د ننوتلو پر مهال په نښه شوې ده.

رویټرز په دې راپور کې د سنګاپور د پراختیایی بانک (DBS) د انرژۍ د څېړنو د برخې د مشر سورو سرکار له قوله لیکلی چې د هرې نوې نښتې له رامنځته کېدو سره د هرمز تنګی بشپړ پرانیستل لا ځنډېږی او ښایی د تېلو بیه د هر بېرل لپاره د 85 او 95 ډالرو ترمنځ پاتې شی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.