خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/10 8:34کد خبر: 119921

د طالبانو د عدلیې وزارت بیاځلی د خاتم النبیین (ص) علمی حوزې د تخلیې غوښتنه

د طالبانو د عدلیې وزارت بیاځلی د خاتم النبیین (ص) علمی حوزې د تخلیې غوښتنه - خبرگزاری افغان ایرکا

د طالبانو د عدلیې وزارت له لوری د کابل د شیعیانو یو له مهمو علمی او مذهبی مرکزونو څخه د خاتم النبیین (ص) علمی حوزې د تړلو او ضبطولو لپاره د فشارونو او کړنو په لړ کې، د دې وزارت یو تخنیکی کمېسیون غړی بیاځلی دغه مرکز ته مراجعه کړې او د بشپړ تخلیې غوښتنه یې کړې ده.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د معتبرو سرچینو له قوله، مولوی دانشیار، د طالبانو د عدلیې وزارت د تخنیکی کمېسیون غړی، د یکشنبې په ورځ (د سنبلې 8مه) د دغه وزارت د حکم له مخې خاتم‌النبیین (ص) حوزې ته راغلی او له مسؤلینو او طلابو یې غوښتی چې د دې علمی او مذهبی مرکز احاطه خالی کړی.

د سرچینو په وینا، مولوی دانشیار د حوزې په احاطه کې د دینی علومو د طلابو له منطقی پوښتنو او اعتراضونو سره مخ شوی. طلابو خپلې ستونزې او اندېښنې مطرح کړې او د طالبانو له حکومت یې غوښتی چې د دې دینی مرکز د بیا پرانیستلو لپاره زمینه برابره کړی.

د خاتم‌النبیین (ص) علمی حوزه د کابل ښار د شیعیانو یو له مهمو علمی او مذهبی زده‌کړو مرکزونو څخه ګڼل کېږی.

د دې حوزې مهمې برخې د عاشورا په ایامونو کې او د تمدن تلویزیون له تړلو یوه ورځ وروسته، د طالبانو د عدلیې وزارت له خوا وتړل شوې. دغه وزارت د دې اقدام لپاره لاملونه څرګند کړی، خو حوزې ته نږدې سرچینو دا لاملونه «بې بنسټه بهانې» بللی دی.

د دینی عالمانو او د شیعیانو د بېلابېلو قشرونو د پرله‌پسې غوښتنو سره سره، تر اوسه د خاتم‌النبیین (ص) د تړلو برخو د بیا پرانیستلو لپاره کومه عملی ګام نه دی پورته شوی.

دا کړنې په داسې حال کې دوام لری چې د شیعیانو ټولنې د دې علمی او مذهبی مرکز د بیا پرانیستلو غوښتنې تر اوسه د طالبانو له خوا له پامه غورځول شوی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # خاتم النبیین
  • # طالبان
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.