خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/11 15:39کد خبر: 119928

ایران په اماراتو، بحرین او اردن کې پر امریکایی اډو د تازه بریدونو خبر ورکړ

ایران په اماراتو، بحرین او اردن کې پر امریکایی اډو د تازه بریدونو خبر ورکړ - خبرگزاری افغان ایرکا

ایران وایی چې په تازه بریدونو کې یې د بې پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په وسیله په متحده عربی اماراتو، بحرین او اردن کې د امریکایی ځواکونو اډې او تأسیسات په نښه کړی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د ایران دولتی خبری اژانس ایرنا نن د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړی چې لسګونو بې‌پیلوټه الوتکو په متحده عربی اماراتو کې د الظفره او المنهاد اډو راداری سیستمونه او د امریکایی ځواکونو د مېشتېدو ځایونه په نښه کړی دی.

د راپور له مخې، د ایران پوځ دغه راز ویلی چې په بحرین کې د شیخ عیسی اډې راداری تأسیسات او د امریکایی ځواکونو د مېشتېدو ځایونه هم د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شوی دی.

د ایران پوځ ویلی چې دغه بریدونه یې د ایران پر خاوره د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړی دی.

بلخوا، ایرنا د سپاه پاسداران د عامه اړیکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ځواک هوایی ـ فضایی ځواکونو په بالستیک توغندیو په اردن کې د پرنس حسن هوایی اډه کې د امریکا د «آرکیو-4» او «اېم‌کیو-9» بې‌پیلوټه الوتکو هنګرونه په نښه کړی دی.

سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دغه برید کې یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړل شوې او یو شمېر پیلوټانو او تخنیکی کارکوونکی وژل شوی دی.

امریکایی چارواکو تر اوسه د ایران د دغو بریدونو په اړه څه نه دی ویلی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.