خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/11 16:47کد خبر: 119945

د میدان وردګو په بهسود کې د کوچیانو او ځایی اوسېدونکو ترمنځ نښته؛ څلور اوسېدونکی ټپیان شوی

د میدان وردګو په بهسود کې د کوچیانو او ځایی اوسېدونکو ترمنځ نښته؛ څلور اوسېدونکی ټپیان شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

ځایی سرچینې د میدان وردګو ولایت د بهسود ولسوالۍ د کوچیانو او ځایی اوسېدونکو ترمنځ د دوو جلا نښتو خبر ورکوی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه څلور ځایی اوسېدونکی ټپیان شوی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د سرچینو په وینا، لومړۍ نښته دوه ورځې مخکې رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې څلورو کوچیانو د رجب علی په نوم یو ځایی اوسېدونکی په ډبرو او لرګیو وهلی او ټپی کړی دی. د دې نښتې پر مهال د یوه کوچی غاښ هم مات شوی دی.

یوه سرچینه وایی چې د کوچیانو او مېشتو خلکو د شخړو د حل کمېسیون، د دې پېښې په تړاو رجب علی ملامت بللی او له هغه یې غوښتی چې کوچیانو ته د دیې په توګه 80 زره افغانۍ ورکړی.

سرچینې همدارنګه د بهسود د لومړۍ حصې د سیاه‌سنگ په سیمه کې د یوې بلې نښتې خبر ورکوی. د هغوی په وینا، د دې سیمې درې اوسېدونکی د کوچیانو له خوا وهل شوی او د سر په برخه کې ټپیان شوی دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کوچیانو او مېشتو خلکو د شخړو د حل کمېسیون په دې قضیه کې کوچیان جریمه کړی او له هغوی یې غوښتی چې د سیاه‌سنگ اوسېدونکو ته د دیې په توګه 120 زره افغانۍ ورکړی.

دغه نښتې په داسې وخت کې رامنځته شوې چې کوچیان د افغانستان له مرکزی سیمو څخه د بېرته ستنېدو په موسم کې دی.

د بهسود ځایی اوسېدونکی وایی، کوچیان د تګ راتګ پر مهال په ځینو مواردو کې د هغوی کروندو او څړځایونو ته ننوځی او کرنیزو ځمکو او څړځایونو ته زیان رسوی. د سرچینو په وینا، د ځمکې او څړځایونو پر سر اختلاف د دواړو لورو ترمنځ د نښتو د تکرار له مهمو لاملونو څخه دی.

د دې خبر د خپرېدو تر وخته، په میدان وردګو کې د طالبانو چارواکو د دغو دوو پېښو او د کوچیانو او مېشتو خلکو د شخړو د حل کمېسیون د پرېکړو په اړه څه نه دی ویلی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.