د سرچینو په وینا، لومړۍ نښته دوه ورځې مخکې رامنځته شوې ده. په دې پېښه کې څلورو کوچیانو د رجب علی په نوم یو ځایی اوسېدونکی په ډبرو او لرګیو وهلی او ټپی کړی دی. د دې نښتې پر مهال د یوه کوچی غاښ هم مات شوی دی.
یوه سرچینه وایی چې د کوچیانو او مېشتو خلکو د شخړو د حل کمېسیون، د دې پېښې په تړاو رجب علی ملامت بللی او له هغه یې غوښتی چې کوچیانو ته د دیې په توګه 80 زره افغانۍ ورکړی.
سرچینې همدارنګه د بهسود د لومړۍ حصې د سیاهسنگ په سیمه کې د یوې بلې نښتې خبر ورکوی. د هغوی په وینا، د دې سیمې درې اوسېدونکی د کوچیانو له خوا وهل شوی او د سر په برخه کې ټپیان شوی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د کوچیانو او مېشتو خلکو د شخړو د حل کمېسیون په دې قضیه کې کوچیان جریمه کړی او له هغوی یې غوښتی چې د سیاهسنگ اوسېدونکو ته د دیې په توګه 120 زره افغانۍ ورکړی.
دغه نښتې په داسې وخت کې رامنځته شوې چې کوچیان د افغانستان له مرکزی سیمو څخه د بېرته ستنېدو په موسم کې دی.
د بهسود ځایی اوسېدونکی وایی، کوچیان د تګ راتګ پر مهال په ځینو مواردو کې د هغوی کروندو او څړځایونو ته ننوځی او کرنیزو ځمکو او څړځایونو ته زیان رسوی. د سرچینو په وینا، د ځمکې او څړځایونو پر سر اختلاف د دواړو لورو ترمنځ د نښتو د تکرار له مهمو لاملونو څخه دی.
د دې خبر د خپرېدو تر وخته، په میدان وردګو کې د طالبانو چارواکو د دغو دوو پېښو او د کوچیانو او مېشتو خلکو د شخړو د حل کمېسیون د پرېکړو په اړه څه نه دی ویلی.
