د تاند خبری سایټ د خبر له مخې، ګوټیریش په دې بیان کې ویلی چې د طالبانو دغه سیاستونه د ښځو او نجونو لومړنی حقونه تر پښو لاندې کوی او د افغانستان د اقتصادی پرمختګ، ثبات او نړیوالې ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو پر وړاندې جدی خنډ جوړوی.
د ملګرو ملتونو سرمنشی همداراز ویلی د وږی په 16مه یعنې نن، یو کال پوره کېږی چې طالبانو په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.
هغه وویل، دغه بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، د نړیوالو قوانینو له اصولو سره په ټکر کې دی او د افغانانو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو وړتیا یې محدوده کړې ده.
ګوټېریش ټینګار وکړ چې په کاری ځایونو کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو حضور د دې سازمان د فعالیتونو د دوام او د زیانګالو خلکو، په ځانګړی ډول ښځو او نجونو، د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ضروری دی.
هغه زیاته کړې چې د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته، افغان ښځو او نجونو ته د بشری مرستو او اړینو خدمتونو رسول لا ستونزمن کېږی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.