خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/16 8:44کد خبر: 119988

ګوترش: د افغان ښځو پر کار بندیز دې سمدستی لغوه شی

ګوترش: د افغان ښځو پر کار بندیز دې سمدستی لغوه شی - خبرگزاری افغان ایرکا

د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتېریش په یو خپاره کړی بیان کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضی» سیاستونو په غندلو سره، له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز سمدستی لغوه کړی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د تاند خبری سایټ د خبر له مخې، ګوټیریش په دې بیان کې ویلی چې د طالبانو دغه سیاستونه د ښځو او نجونو لومړنی حقونه تر پښو لاندې کوی او د افغانستان د اقتصادی پرمختګ، ثبات او نړیوالې ټولنې ته د بېرته ورګرځېدو پر وړاندې جدی خنډ جوړوی.

د ملګرو ملتونو سرمنشی همداراز ویلی د وږی په 16مه یعنې نن، یو کال پوره کېږی چې طالبانو په ټول افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفترونو ته د افغان ښځینه کارکوونکو پر ننوتلو بندیز لګولی دی.

هغه وویل، دغه بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون، د نړیوالو قوانینو له اصولو سره په ټکر کې دی او د افغانانو لپاره د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو وړتیا یې محدوده کړې ده.

ګوټېریش ټینګار وکړ چې په کاری ځایونو کې د ملګرو ملتونو د ټولو کارکوونکو حضور د دې سازمان د فعالیتونو د دوام او د زیانګالو خلکو، په ځانګړی ډول ښځو او نجونو، د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ضروری دی.

هغه زیاته کړې چې د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته، افغان ښځو او نجونو ته د بشری مرستو او اړینو خدمتونو رسول لا ستونزمن کېږی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.