خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/16 8:51کد خبر: 119991

دومین ملی نندارتون د بند امیر په بامیان کې پرانیستل شو

دومین ملی نندارتون د بند امیر په بامیان کې پرانیستل شو - خبرگزاری افغان ایرکا

بامیان کې د "بند امیر" په نوم د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

په دغه نندارتون کې بېلابېل صنعتی او کرنیز محصولات او لاسی صنایع نندارې ته وړاندې شوی، چې مسوولین یې موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ او په کور دننه ورته بازارموندنه بولی.

د دغه نندارتون له 150 غرفو، 50 یې ښځینه متشبثینو ته ځانګړې شوې دی.

د بامیان والی ګل حیدر شفق و ویل: «دلته چې څومره صنعتکاران دی، په کار بوختېږی او د تولیداتو لپاره یې بازار موندل کېږی.»

د نندارتون تنظیموونکی حقمل و ویل: «په ټوله کې د دغه ډول نندارتونونو موخه دا ده چې وکولای شو د کورنیو تولیداتو لپاره بازار پیدا کړو او د هېواد د تولیداتو کچه لوړه کړو.»

په دغه نندارتون کې د بامیان سربېره، له کابل، هرات، میدان وردګ او پروان څخه هم صنعتکارانو ګډون کړی دی.

دوی د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورنیو تولیداتو د پېژندنې او بازارموندنې لپاره ګټور بولی؛ خو زیاتوی چې په هېواد کې د خامو توکو کمښت او لوړې بیې یې د صنعتی فعالیتونو پر وړاندې جدی ننګونې دی.

د دغه نندارتون غرفه‌لرونکی روحانی و ویل: «دلته اوس د غالیو خام مواد ډېر په ګرانه پیدا کېږی. له هغه وخته چې بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه پاکستان ته لارې تړل شوې، دلته د خامو توکو بیې لوړې شوې دی.»

د نندارتون ګډونوال محمد جعفر و ویل: «په دې وروستیو کې افغانی تولیداتو ښه وده کړې؛ خو ځینې ستونزې هم شته. په بازار کې بې‌کیفیته توکی زیات شوی او دا مهمه مسله ده چې باید پاملرنه ورته وشی.»

په ورته مهال، د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس وایی، د کوچنیو متشبثینو او نویو جوړو شویو شرکتونو د ملاتړ او د دوی تولیداتو ته د بازارموندنې په موخه، د نندارتونونو لپاره د ځانګړو ودانیو د جوړولو ځمکې تثبیت شوې او په نږدې راتلونکی کې به یې عملی چارې هم پیل شی.

د بامیان د صنعت او سوداګرۍ رییس نورزی امین‌زاده و ویل: «د کوچنیو تشبثاتو او نویو جوړېدونکو شرکتونو لپاره 15 جریبه ځمکه تثبیت شوې، چې د نندارتونونو لپاره پکې ودانۍ جوړې شی. بامیان کې هم سیمه ورته تثبیت شوې او په نږدې راتلونکی کې به یې چارې پیل شی.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د نندارتونونو لپاره ځانګړې ودانۍ جوړې او صنعتکارانو او متشبثینو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شی.

ځینې صنعتکاران هم د دغه ګام هرکلی کوی او دا د نویو جوړېدونکو تولیدی شرکتونو د اغېزمن فعالیت لپاره ګټور بولی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.