خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/13 0:0کد خبر: 1200

سپینې ماڼۍ د اصف علی زرداری څرګندونې رد کړې

سپینې ماڼۍ د اصف علی زرداری څرګندونې رد کړې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

سپینې ماڼې د سې شنبې په ورځ د پاکستان د جمهور رئیس هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په افغانستان کې روان جنګ د بایللو په حال کې دى. د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېپس وویل، د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما، چې څه موده مخکې یې په افغانستان کې د پرمختګ یادونه کړې وه، د پاکستان د جمهور رئیس له دې ارزونې سره موافق نه دى. د اغبرګون وروسته له هغې ښودل شوى، چې د پاکستان جمهور رئیس اصف علی زردارې د سې شنبې په ورځ په فرانسه کې په یوه مرکه کې وویل، نړیوال ایتلاف د طالبانو په وړاندې د جګړې د بایللو په حال کې دى. زرداری وویل، نړیواله ټولنه، چې پاکستان یې یو غړى دى د طالبانو په وړاندې جنګ بایلی او دا د دې لپاره، چې دوى د خلکو د زړونو د ګټلو لپاره په جنګ کې ماتې خوړلې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان