خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/16 9:38کد خبر: 120002

د مشهد ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د کاری ساحې په اړه د آمایش کارت لرونکو لپاره د ځانګړی هویت تثبیت د نوبت ورکولو پیل

د مشهد ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د کاری ساحې په اړه د آمایش کارت لرونکو لپاره د ځانګړی هویت تثبیت د نوبت ورکولو پیل - خبرگزاری افغان ایرکا

د مشهد ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ د یوې اعلانیې په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د دې استازولۍ د کاری ساحې (د خراسان رضوی، شمالی، جنوبی او ګلستان ولایتونو) په کې د آمایش کارت لرونکو لپاره د ځانګړی هویت تثبیت د نوبت ورکولو بهیر، د اعلان شویو شرایطو له مخې پیل شوی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

اعلامیه

د آمایش کارت لرونکو محترمو ته پام

محترم کډوال چې د دې استازولۍ په کاری ساحه (د خراسان رضوی، شمالی، جنوبی او ګلستان ولایتونو) کې اوسېدونکی دی، او د آمایش کارت لرونکی دی، او د ځانګړی هویت تثبیت (تثبیت هویت ویژه) د ترلاسه کولو غوښتونکی دی، لطفاً لاندې نکات په پام کې نیسی او د اعلان شوی لینک له لارې کولای شی د نوبت اخیستو لپاره اقدام وکړی، او یوازې په هغه ټاکل شوې نېټه چې د نوبت له مخې ترلاسه کوی، د دې استازولۍ د ځانګړی هویت تثبیت مرکز ته مراجعه وکړی:

1. د غوښتونکی شخص خپله تذکره (پېژندپاڼه) لرل اړین دی.
2. که چېرې غوښتونکی شخص تذکره ونه لری، نو د یوه له قریبو خپلوانو (پلار، ورور یا خور) تذکره لازمه ده.
3. که چېرې غوښتونکی شخص تذکره ونه لری او د یوه اصلی (اول درجې) خپلوان تذکره ورنه شی وړاندې کړی، نو کولای شی د یوه بل خپلوان (لکه نیکه، وراره، ترور، تره زوی یا عمه) تذکره، او د پلار هویتی اسناد لکه د آمایش کارت، سرشمېرنې پاڼه، د مړینې سند یا پوځی رخصتۍ (ترخیص عسکری) د هویت د تثبیت لپاره وړاندې کړی.
4. د ماشومانو (اطفال) د هویت د تثبیت لپاره، د زیږون سند (ګواهی ولادت) وړاندې کول اړین دی، او که د زیږون سند ونه شی، نو د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت لخوا تصویب شوی DNA ازموینه (تست) لازمه ده.
5. هغه غوښتونکی چې د آمایش کارت لرونکی دی او پخوا یې د هویت تثبیت لپاره د نوبت اخیستو ثبت کړی و، باید بیا له دې لاندې لینک څخه ثبت کړی (مخکینی ثبتونه اعتبار نلری).
6. د کورنۍ هر غړی باید په جلا توګه د نوبت اخیستو لپاره ثبت او نوبت ترلاسه کړی.

د ثبت لینک:

🖇 http://ivsf.nsia.gov.af/appointment_form

 

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.