خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/18 13:20کد خبر: 120014

امریکا د ایران پنځه تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې دی؛ ایران هم په اردن کې امریکایی اډه ویشتلې ده

امریکا د ایران پنځه تېل وړونکې بېړۍ په نښه کړې دی؛ ایران هم په اردن کې امریکایی اډه ویشتلې ده - خبرگزاری افغان ایرکا

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچونو په دوام، د امریکا پوځ وایی چې د ایران پنځه تېل وړونکې بېړۍ یې په نښه کړې دی؛ د ایران سپاه پاسداران بیا ویلی چې د دغو بریدونو په ځواب کې یې په اردن کې د امریکایی ځواکونو یوه اډه په توغندیو ویشتلې ده.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

اسوشیټېد پرېس خبری اژانس راپور ورکړی چې د امریکا مرکزی قوماندانۍ (سنټکام) ویلی، امریکایی ځواکونو د سې‌شنبې په ورځ د ایران پنځه تېل‌وړونکې بېړۍ وروسته له هغه په نښه کړې چې د دغه مرکز په وینا، سپاه پاسداران په تېرو دوو ورځو کې دوه ځلې هڅه کړې وه چې د امریکا د سمندری ځواکونو یوه جنګی بېړۍ په بالسټیک توغندیو وولی.

سنټکام ویلی چې امریکایی جنګی بېړۍ په دغو بریدونو کې زیانمنه شوې نه ده او هیڅ امریکایی سرتېری ته هم زیان نه دی اوښتی. د دغه مرکز په خبره، پر بېړیو له برید مخکې یې د هغو عملې ته خبرداری ورکړی و چې بېړۍ پرېږدی.

ورته مهال، د ایران صداوسیما خبری اژانس راپور ورکړی چې د سې‌شنبې په شپه د دغه هېواد دوه تېل‌وړونکې بېړۍ د هرمزګان ولایت ختیځ کې د جاسک ولسوالۍ په ساحل کې د امریکا په توغندیز برید کې په نښه شوې دی. یادې رسنۍ لیکلی چې د دغو بېړیو عمله د ژغورنې په کښتیو کې د جاسک ساحل ته لېږدول شوې ده. دغه‌راز، خبری سرچینو په دې سیمه کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید خبر هم ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې ایرانی ځواکونو د امریکا د بریدونو غبرګون کې په سیمه کې د امریکایی ځواکونو ځینی اډې چې یوه د اردن اډه هم پکې شامله ده، په نښه کړې دی.

د ایران صداوسیما د سپاه پاسداران په حواله راپور ورکړی چې د ایران هوایی او فضایی ځواکونو په اردن کې د الازرق اډه په توغندیز برید کې په نښه کړې ده. سپاه ادعا کړې چې په دې اډه کې د امریکایی «F-15»،«F-16»  او «F-35» جنګی الوتکو او د «MQ-9» بې‌پیلوټه الوتکو ځینې پټنځایونه په نښه شوی دی.

بلخوا، د اردن پوځ ویلی چې د دغه هېواد هوایی دفاعی سیسټمونو 18 بالسټیک توغندی شنډ کړی او دوه نور توغندی په نااستوګنو سیمو کې لوېدلی دی؛ د سرچینې په خبره چې د مرګ‌ژوبلې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

اسوشیټېد پرېس لیکلی چې وروستی بریدونه د امریکا او ایران ترمنځ د متقابلو بریدونو د لړۍ یوه برخه ده؛ په داسې حال کې چې د هرمز تنګی پر سر هم کړکېچونه دوام لری. د جګړې له پیله مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل له همدې لارې تېرېدل.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.