خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/18 13:28کد خبر: 120016

ټرمپ له پوتین سره خبرو کې د اوکراین جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده

ټرمپ له پوتین سره خبرو کې د اوکراین جګړې د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده - خبرگزاری افغان ایرکا

کرملین وایی، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسی سیال ولادیمیر پوتین سره په ټیلېفونی خبرو کې په اوکراین کې د جګړې د ژر پای ته رسېدو او د واشنګټن او مسکو ترمنځ د اړیکو د بشپړې بیارغونې غوښتنه کړې ده.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د رویټرز د راپور له مخې، د کرملین سلاکار یوری اوشاکوف ویلی چې دغې ټیلېفونی خبرې تېره ورځ (سه‌شنبه) ناوخته شاوخوا یو ساعت دوام وکړ او پوتین هم د ټرمپ له نظره ملاتړ کړی دی.

د اوشاکوف په خبره، پوتین په دغو خبرو کې د هغو اقداماتو په اړه بحث کړی چې امریکا یې کولی شی د جګړې د پای ته رسېدو لپاره ترسره کړی او له ټرمپ سره یې د جګړې د ډګر د وضعیت په اړه خپله ارزونه هم شریکه کړې ده.

د راپور له مخې، اوشاکوف زیاته کړې چې ټرمپ ټینګار کړی، د جګړې ژر پای ته رسول کولی شی د روسیې او امریکا ترمنځ د پراخو اړیکو، په ځانګړی ډول په سوداګریزو او اقتصادی برخو کې، د بیا رغېدو زمینه برابره کړی.

هغه ویلی چې ټرمپ غواړی د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې د جګړې د پای ته رسولو په بهیر کې پرمختګ وشی او پوتین هم د دغه دریځ ملاتړ کړی دی.

د رویټرز د راپور له مخې، د کرملین سلاکار دغه‌راز ویلی چې پوتین په دغو خبرو کې ټینګار کړی چې روسیه د اروپا پر وړاندې هیڅ ډول دښمنانه نیت نه لری.

د اوشاکوف په خبره، پوتین د اروپایی هېوادونو پر وړاندې د روسیې د ګواښ په اړه ادعاوې رد کړې او ویلی یې دی چې مسکو د اروپا پر وړاندې هیڅ ډول تعرضی پلان نه لری.

د یادونې ده، دغه ټیلېفونی خبرې مسکو او کی‌یف ته د امریکا د استازو سټیو ویتکاف او جرد کوشنر د تېرې اونۍ په وروستیو کې له سفر وروسته ترسره شوې دی.

د راپور له مخې، هغوی هڅه کوی چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره درېدلې خبرې اترې بېرته روانې کړی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.