د عرب نیوز د راپور له مخې، د پاکستان طبی او ستوماتولوژۍ شورا (PMDC) د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه لیک کې ویلی، هغه افغان محصلین چې مخکې د دغه هېواد په طبی یا د ستوماتولوژۍ پروګرامونو کې ثبت شوی، باید بېرته افغانستان ته ستانه شی.
د راپور له مخې، په دغه لیک کې له ښوونیزو مرکزونو غوښتل شوی چې د دغو محصلینو د وتلو د اسانتیا ترڅنګ ټول اړینې اداری چارې چې د نهممانعت سند (NOC) صادرول هم پکې شامل دی، ترسره کړی.
دې شورا ویلی چې په روان تحصیلی کال کې، تر بلې خبرتیا پورې، د افغانستان اتباعو ته د نوی شاملېدو، د محصلینو ځای پر ځای کولو، د انتقال، تحصیلی مهاجرت یا د نورو اسانتیاوو اجازه نشته.
عرب نیوز راپور کې راغلی، دغه لارښوونه داسې مهال شوې چې پاکستان د افغان اتباعو د بېرته ستنولو او ایستلو بهیر چټک کړی او د اسلاماباد او افغان حکومت ترمنځ اړیکې هم له لا ډېرو کړکېچونو سره مخ شوې دی.
د پاکستان طبی او ستوماتولوژۍ شورا په خپل لیک کې نه دی ویلی چې اوس مهال د دغه هېواد په طبی پوهنتونونو او کالجونو کې څومره افغان محصلین پر زدهکړو بوخت دی او دا هم نه ده روښانه کړې چې ایا هغه محصلین چې د خپلو زدهکړو بشپړولو په درشل کې دی، له دې لارښوونې مستثنا دی که نه.
د پاکستان طبی او ستوماتولوژۍ شورا یوه چارواکی هم عرب نیوز ته د دغه لیک اصالت تایید کړی، خو د نورو جزئیاتو په اړه یې څه نه دی ویلی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.