خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/26 11:57کد خبر: 120108

المان 13 نور افغانان کابل ته راولېږل

المان 13 نور افغانان کابل ته راولېږل - خبرگزاری افغان ایرکا

د راپورونو پر بنسټ، د جرمنی د کورنیو چارو وزارت ویلی چې 13 افغانان په یوه چارټر الوتکه کې کابل ته لېږدول شوی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د جرمنی «اېن‌ټی‌وی» د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلی چې ټول لېدول شوی کسان افغان نارینه او په جرمنی کې د «جرمونو ترسره کولو» له امله تر قانونی څار لاندې وو.

د راپور له مخې، نوموړی زیاته کړې چې دغه کسان د یوې چارټر الوتکې له لارې کابل ته انتقال شوی او د هغوی د ایستلو بهیر پرون (سې‌شنبه) بشپړ شوی دی.

د دغو کسانو د هویت، د اوسېدو د ځای او د بند د مودې په اړه جزئیات نه دی خپاره شوی.

د یادونې ده، د یادې جرمنی رسنۍ په راپور کې راغلی چې د دغو کسانو له ایستلو سره، له جرمنی افغانستان ته د انتقال شوو افغانانو شمېر 263 ته رسېدلی، چې نږدې ټول یې «مجرم» بلل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وږی په 2مه هم جرمنی شاوخوا 30 افغانان د لایپزیګ/هاله له هوایی ډګره د یوې چارټر الوتکې له لارې افغانستان ته ستانه کړی وو.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.