د جرمنی «اېنټیوی» د راپور له مخې، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلی چې ټول لېدول شوی کسان افغان نارینه او په جرمنی کې د «جرمونو ترسره کولو» له امله تر قانونی څار لاندې وو.
د راپور له مخې، نوموړی زیاته کړې چې دغه کسان د یوې چارټر الوتکې له لارې کابل ته انتقال شوی او د هغوی د ایستلو بهیر پرون (سېشنبه) بشپړ شوی دی.
د دغو کسانو د هویت، د اوسېدو د ځای او د بند د مودې په اړه جزئیات نه دی خپاره شوی.
د یادونې ده، د یادې جرمنی رسنۍ په راپور کې راغلی چې د دغو کسانو له ایستلو سره، له جرمنی افغانستان ته د انتقال شوو افغانانو شمېر 263 ته رسېدلی، چې نږدې ټول یې «مجرم» بلل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د وږی په 2مه هم جرمنی شاوخوا 30 افغانان د لایپزیګ/هاله له هوایی ډګره د یوې چارټر الوتکې له لارې افغانستان ته ستانه کړی وو.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.