خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/26 11:58کد خبر: 120109

د لومړی ځل لپاره د پنجشېر په عنابه کې د فیروزې کان موندل شوی

د لومړی ځل لپاره د پنجشېر په عنابه کې د فیروزې کان موندل شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

د پنجشېر ځایی چارواکی وایی، د لومړی ځل لپاره د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د فیروزې یو کان موندل شوی او د زېرمې د کچې او کیفیت معلومولو لپاره یو تخنیکی ټیم سیمې ته استول شوی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د پنجشېر د والی ویاند سیف‌الدین لتون پژواک ته وویل، دغه کان د عنابه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیمې د اوسېدونکو له خوا موندل شوی او وروسته یې موضوع له اړوندو ادارو سره شریکه شوې ده.

د هغه په وینا، د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه یو تخنیکی او مسلکی ټیم د یادې سیمې د سروې، نمونې اخیستنې او څېړنې لپاره ګومارلی دی.

لتون زیاته کړه، دغه ټیم به له مسلکی څېړنو وروسته د فیروزې د زېرمې کچه او کیفیت معلوم کړی او که تایید او قانونی پړاوونه یې بشپړ شی، د قوانینو او مقرراتو له مخې به یې د استخراج زمینه برابره شی.

ځایی چارواکی وایی، اوسمهال په پنجشېر کې د زمردو، تورمالین، ګرین ګارنټ او شاوخوا 17 نورو ډولونو کانونه پېژندل شوی او په ډېرو کې یې د استخراج چارې روانې دی.

د پنجشېر سیمه‌ییزې ادارې ویلی، د کانونو اړوند فعالیتونو پراختیا د دغه ولایت د اقتصادی ودې او د اوسېدونکو د عوایدو لوړولو لپاره د هڅو یوه برخه ده.

فیروزه یو زینتی او ارزښتناک ډبره ده چې رنګ یې له آبی څخه تر آبی‌شنه او شنه پورې وی او له زرګونو کلونو راهیسې د ګاڼو او زینتی توکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.