د پنجشېر د والی ویاند سیفالدین لتون پژواک ته وویل، دغه کان د عنابه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د سیمې د اوسېدونکو له خوا موندل شوی او وروسته یې موضوع له اړوندو ادارو سره شریکه شوې ده.
د هغه په وینا، د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست د سیمې د اوسېدونکو په غوښتنه یو تخنیکی او مسلکی ټیم د یادې سیمې د سروې، نمونې اخیستنې او څېړنې لپاره ګومارلی دی.
لتون زیاته کړه، دغه ټیم به له مسلکی څېړنو وروسته د فیروزې د زېرمې کچه او کیفیت معلوم کړی او که تایید او قانونی پړاوونه یې بشپړ شی، د قوانینو او مقرراتو له مخې به یې د استخراج زمینه برابره شی.
ځایی چارواکی وایی، اوسمهال په پنجشېر کې د زمردو، تورمالین، ګرین ګارنټ او شاوخوا 17 نورو ډولونو کانونه پېژندل شوی او په ډېرو کې یې د استخراج چارې روانې دی.
د پنجشېر سیمهییزې ادارې ویلی، د کانونو اړوند فعالیتونو پراختیا د دغه ولایت د اقتصادی ودې او د اوسېدونکو د عوایدو لوړولو لپاره د هڅو یوه برخه ده.
فیروزه یو زینتی او ارزښتناک ډبره ده چې رنګ یې له آبی څخه تر آبیشنه او شنه پورې وی او له زرګونو کلونو راهیسې د ګاڼو او زینتی توکو په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.