خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/26 11:59کد خبر: 120110

ټرمپ: که اروپایی ټولنه د ملګری غړی په توګه د کاناډا د منلو طرحه عملی کړی، درنې تعرفی به ولګوم

ټرمپ: که اروپایی ټولنه د ملګری غړی په توګه د کاناډا د منلو طرحه عملی کړی، درنې تعرفی به ولګوم - خبرگزاری افغان ایرکا

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که اروپایی ټولنه د ملګری غړی په توګه د کاناډا د منلو طرحه عملی کړی، ښایی پر اروپایی توکو درنې تعرفې ولګوی یا له اروپا سره په ډېرو برخو کې سوداګری ودروی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د راپورونو له مخې، د اروپایی کمېسیون مشرې اورسولا فون ډیر لاین د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د اروپایی ټولنې د وضعیت په اړه په خپله کلنۍ وینا کې، چې د کاناډا لومړی وزیر مارک کارنی هم پکې حضور درلود، وړاندیز وکړ چې کاناډا د اروپایی ټولنې لومړنی ملګری غړی شی.

فون ډیر لاین ویلی چې د دغه وړاندیز موخه په داسې نړۍ کې د متحدینو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا ده چې د نوموړې په وینا، «په ښکاره ډول خصمانه» شوې ده.

بلخوا، د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (چهارشنبه) شمالی کارولینا ایالت ته پر لاره خبریالانو ته ویلی چې که اروپا دغه اقدام په «دښمنانه نیت» ترسره کړی، واشنګټن به پر اروپا ډېرې درنې تعرفې ولګوی.

هغه زیاته کړې: «که دوی دغه کار وکړی او که زه فکر وکړم چې دغه اقدام په هر ډول دښمنانه دی، ډېرې درنې تعرفې به ولګوم یا به له اروپا سره په ډېرو برخو کې سوداګری ودرووم.»

د امریکا ولسمشر د اروپایی ټولنې له خوا د کاناډا د ملګری غړیتوب وړاندیز «خندوونکی» بللی دی.

نوموړی ټینګار کړی چې که دغه اقدام په ښه نیت ترسره شی، هیڅ ستونزه به نه وی.

  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.