د راپورونو له مخې، د اروپایی کمېسیون مشرې اورسولا فون ډیر لاین د روانې اونۍ د چهارشنبې په ورځ د اروپایی ټولنې د وضعیت په اړه په خپله کلنۍ وینا کې، چې د کاناډا لومړی وزیر مارک کارنی هم پکې حضور درلود، وړاندیز وکړ چې کاناډا د اروپایی ټولنې لومړنی ملګری غړی شی.
فون ډیر لاین ویلی چې د دغه وړاندیز موخه په داسې نړۍ کې د متحدینو ترمنځ د اړیکو لا پیاوړتیا ده چې د نوموړې په وینا، «په ښکاره ډول خصمانه» شوې ده.
بلخوا، د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (چهارشنبه) شمالی کارولینا ایالت ته پر لاره خبریالانو ته ویلی چې که اروپا دغه اقدام په «دښمنانه نیت» ترسره کړی، واشنګټن به پر اروپا ډېرې درنې تعرفې ولګوی.
هغه زیاته کړې: «که دوی دغه کار وکړی او که زه فکر وکړم چې دغه اقدام په هر ډول دښمنانه دی، ډېرې درنې تعرفې به ولګوم یا به له اروپا سره په ډېرو برخو کې سوداګری ودرووم.»
د امریکا ولسمشر د اروپایی ټولنې له خوا د کاناډا د ملګری غړیتوب وړاندیز «خندوونکی» بللی دی.
نوموړی ټینګار کړی چې که دغه اقدام په ښه نیت ترسره شی، هیڅ ستونزه به نه وی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.