هغه دغه راز د خبرو اترو د بیا پیل لپاره د قطر او پاکستان د منځګړیتوب د هڅو له دوام څخه خبر ورکړی دی.
رضایی له الجزیرې سره په ځانګړې مرکه کې ویلی، ایران لا هم له قطر سره د منځګړی په توګه په تماس کې دی او دغه هېواد د جګړې د پای ته رسېدو په موخه د تهران شرطونه واشنګټن ته رسولی دی.
هغه په ټولو جبهو کې د جګړې پای ته رسېدل، د ایران د کنګل شویو شتمنیو ازادېدل او د سمندری محاصرې پای ته رسېدل د تهران له شرطونو بللی او ویلی یې دی چې ایران د ټرمپ ځواب ته په تمه دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د پخوانی تفاهملیک د اعتبار له پای ته رسېدو وروسته قطر او پاکستان د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل لپاره هڅې کوی. رضایی هم ویلی چې تهران، له خبرو اترو سره د چمتووالی ترڅنګ، پر ایران د امریکا د بیاځلی برید احتمال نه ردوی او د داسې وضعیت لپاره چمتووالی لری.
هغه ویلی چې د تېرو پړاوونو له نښتو وروسته د ایران پوځی پلانونه بدل شوی او اوس یې د تمرکز یوه مهمه برخه له فارس خلیج څخه تر عمان خلیج او عربی سمندر پورې د امریکا پر سمندری پوځی شتمنیو ده.
رضایی د جګړې د پای په اړه یوې پوښتنې ته په ځواب کې ویلی: «په عملی ډول جګړه لا هم روانه ده»، خو تهران د یوې نوې تګلارې له مخې هڅه کوی چې دغه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږی.
رضایی د مرکې په بله برخه کې د امریکا هغه تور رد کړی چې ګواکې ایران په هرمز تنګی کې پر یوه تېلوړونکی بېړۍ له برید وروسته پخوانی تفاهملیک نقض کړی دی. هغه ویلی چې د ایران اقدامات په بندرعباس او هلته د ایران پر یوه څارنیز مرکز د امریکا له بریدونو وروسته شوی دی.
هغه ویلی، د پخوانی تفاهم له مخې باید اختلافات د شخړو د هواری د هغې کمېټې له لارې څېړل شوی وای چې د ایران د پارلمان د مشر محمدباقر قالیباف او د امریکا د ولسمشر د مرستیال جیډی ونس ترمنځ پرې هوکړه شوې وه؛ د رضایی په خبره، واشنګټن په یو اړخیز ډول له دغه میکانیزم څخه وتلی دی.
رضایی د ایران د اټومی پروګرام په اړه هم ویلی چې تهران تر اوسه د اټومی وسلو د نه پراختیا له تړونه د وتلو پرېکړه نه ده کړې، خو خبرداری یې ورکړی چې د فشارونو او بندیزونو دوام یا د ایران د اټومی دوسیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته راجع کېدل، ښایی د تهران پر راتلونکو پرېکړو اغېز وکړی.
هغه دغه راز د یمن په جګړه کې د ایران لاسوهنه رد کړې او ویلی یې دی چې تهران د ښکېلو لورو ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی. نوموړی د بابالمندب تنګی د احتمالی تړل کېدو په اړه ویلی چې دا موضوع په یمن او د حوثیانو په پرېکړې پورې اړه لری، نه په ایران.
رضایی همدارنګه ویلی چې ایران او عمان مخکې د هرمز تنګی په اړه یوې هوکړې ته ډېر نږدې شوی وو؛ د هغه په خبره، دغه هوکړه چمتو ده، خو ښایی تر اعلان مخکې د سیمې د هېوادونو ملاتړ ته اړتیا ولری.
له دې مرکې څو ساعته وروسته رضایی په یوه جلا پیغام کې ولیکل چې ایران له هر ډول خبرو اترو د پیل لپاره خپل «اووه شرطونه» د امریکا حکومت ته رسولی دی. هغه د دغو اوو شرطونو جزئیات نه دی ویلی، خو لیکلی یې دی چې واشنګټن له اوسنی وضعیت څخه د وتلو لپاره باید «د ایران حقوق او شرطونه» ومنی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.