د خوست د والی ویاند، مستغفر ګربز رسنیو ته وویل چې د پاکستان پوځی رژیم نن سهار شاوخوا درېنیمې بجې د دغه ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند د ګلانو پر کمپ او همدا راز مرکز ته څېرمه او د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالیو په مربوطاتو کې هوایی بریدونه کړی دی.
هغه وویل چې یاد بریدونه مرګژوبله نه لری.
دغه راز، یوې سرچینې رسنیو ته وویل چې پاکستان نن سهار په کندهار ولایت کې هم پر یوه سیمه هوایی برید کړی دی.
د اسلامی امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد، له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې یاد برید د کندهار ښار د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې پر یوې شاړې ځمکې شوی او مرګژوبله نه لری.
پاکستان د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د کونړ او پکتیکا ځینې سیمې هم بمبار کړې وې.
چارواکی وایی په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه شهیدان شوی او دوې ښځې او دوه نارینه ټپیان شوی وو چې ټول ملکی او ځایی اوسېدونکی دی.
د هوی په وینا، په پکتیکا کې هم یو کور او یو دوکان په نښه شوی و، خو ځانی زیان یې نه درلود.
د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد دغه برید ته په غبرګون کې ویلی و چې افغانان به دې تېری ته مناسب ځواب ورکړی.
اسلامی امارت تر دې مخکې ویلی وو چې د روان کال د فبرورۍ له 22مې د اپرېل تر درېیمې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې 761 ملکی وګړی شهیدان شوی او 626 نور ټپیان شوی دی.

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.