خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/02 9:58کد خبر: 120186

ټرمپ په یوه کم ساری اقدام کې په اندروز اډه کې د شی جین پینګ هرکلی وکړ

ټرمپ په یوه کم ساری اقدام کې په اندروز اډه کې د شی جین پینګ هرکلی وکړ - خبرگزاری افغان ایرکا

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په اندروز پوځی اډه کې د چین د ولسمشر شی جین پینګ هرکلی وکړ؛ دا په تېرو 11 کلونو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یو ولسمشر په دې اډه کې د یوه بهرنی مشر هرکلی کوی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

رویټرز راپور ورکړی چې شی جین‌پینګ د چهارشنبې په ورځ امریکا ته په درې ورځنی سفر ورسېد او ټرمپ له خپلې مېرمنې ملانیا ټرمپ سره یوځای د مریلینډ ایالت په اندروز پوځی اډه کې د شی او د هغه د مېرمنې پینګ لی‌یوان د الوتکې ترڅنګ هرکلی وکړ.

د چین د ولسمشر د هرکلی لپاره د الوتکې ترڅنګ شاوخوا سل فوټه اوږد سره غالۍ غوړول شوې وه؛ رویټرز لیکلی چې دا اقدام په امریکا کې د بهرنیو مشرانو د هرکلی له معمولو تشریفاتو سره توپیر درلود.

د امریکا د «سی‌سپن» (C-SPAN) ټلوېزیونی شبکې د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې وروستی ځل په 2015 کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر بارک اوباما په همدې اډه کې د پاپ فرانسیس هرکلی کړی و.

رویټرز لیکلی، د شی جین‌پینګ دا سفر داسې مهال ترسره کېږی چې امریکا او چین د سوداګرۍ، ټکنالوژۍ، تایوان، کمیابه معدنی موادو او له تهران سره د بیجینګ د اړیکو په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو اختلافات لری.

ټاکل شوې چې ټرمپ او شی د پنجشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبرې وکړی. د راپور له مخې، په ځینو برخو کې د تعرفو کمول، د نشه‌یی توکو له قاچاق سره مبارزه، د پوځی اړیکو پراخول او مصنوعی ځیرکتیا هغه موضوعات دی چې ښایی په دغو خبرو کې مطرح شی.

د راپور له مخې، ټاکل شوې چې د دغه سفر پر مهال په سپینه ماڼۍ کې رسمی مېلمستیا هم جوړه شی، پوځی مراسم او د الوتکو الوتنې ترسره شی او شی جین‌پینګ د امریکا له ملی ارشیف څخه هم لیدنه وکړی.

رویټرز زیاتوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له ژورو اختلافاتو سره سره، واشنګټن او بیجینګ د دغه ملاقات لپاره زمینه برابره کړې؛ خو د دې سفر پر مهال د یوه پراخ توافق د ترلاسه کېدو تمه محدوده بلل شوې ده.

د یادونې ده چې ټرمپ هم د روان 2026 کال په مې میاشت کې چین ته سفر کړی و او په بیجینګ کې یې له شی جین‌پینګ سره کتلی وو.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.