خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/04 15:0کد خبر: 120207

مجاهد: د پاکستان تجاوزونو ته به د پرېکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شی

مجاهد: د پاکستان تجاوزونو ته به د پرېکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شی - خبرگزاری افغان ایرکا

د ا.ا ویاند وایی، پر کندهار، خوست او پکتیا ولایتونو د پاکستان پوځی رژیم د تېرې شپې بریدونو کې څلور ملکی وګړی شهیدان شوی دی؛ د هغه په وینا، دا ډول «بې احتیاطه او کرکجن اقدامات» د افغان ملت غوسه پاروی او د پاکستانی نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولری.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

 د اسلامی امارت ویاند، ذبیح‌ الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلی چې تېره شپه د پاکستانی پوځی رژیم له‌خوا یو ځل بیا د افغانستان پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو تېرې او هوایی بمبار وشو.

هغه لیکلی چې په یادو بریدونو کې څلور کسان شهیدان شوی دی.

مجاهد زیاته کړې: «د افغانستان اسلامی امارت دغه ړانده او بزدلانه بریدونه په کلکو ټکو غندی، د ټولو اصولو خلاف صریحه سرغړونه او ښکاره تجاوز او جنایت یې بولی. د افغانستان اسلامی امارت خلکو ته ډاډ ورکوی چې د پاکستان پوځی رژیم د دغو بې شرمانه تجاوزونو او تیریو په وړاندې به د پریکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شی.»

ده زیاته کړې: «د دې لپاره چې دغسې بې باکه تجاوز او ظلم توجیه کړی، تېره ورځ پاکستانیو پوځی حلقاتو اوازه خپره کړه چې ګنې له افغانستان څخه د دوی خواته ډرون الوتکې اوښتی، همدا ډول یې یوځل بیا د خپلو داخلی ستونزو په وړاندې د ناتوانیو د توجیه کیدو په موخه پر افغان خاوره هوایی یرغل وکړ.»

د اسلامی امارت ویاند لیکلی داسې بې محاسبې، بې احتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه چې د افغان ملت غوسه پاروی چې د پاکستانی نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولری.

پاکستان د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د کونړ او پکتیکا ځینې سیمې هم بمبار کړې وې. چارواکی وایی په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه شهیدان شوی او دوې ښځې او دوه نارینه ټپیان شوی وو چې ټول ملکی او ځایی اوسېدونکی دی.

اسلامی امارت تر دې مخکې ویلی وو چې د روان کال د فبرورۍ له 22مې د اپرېل تر درېیمې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې 761 ملکی وګړی شهیدان شوی او 626 نور ټپیان شوی دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.