د اسلامی امارت ویاند، ذبیح‌ الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلی چې تېره شپه د پاکستانی پوځی رژیم له‌خوا یو ځل بیا د افغانستان پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو تېرې او هوایی بمبار وشو.

هغه لیکلی چې په یادو بریدونو کې څلور کسان شهیدان شوی دی.

مجاهد زیاته کړې: «د افغانستان اسلامی امارت دغه ړانده او بزدلانه بریدونه په کلکو ټکو غندی، د ټولو اصولو خلاف صریحه سرغړونه او ښکاره تجاوز او جنایت یې بولی. د افغانستان اسلامی امارت خلکو ته ډاډ ورکوی چې د پاکستان پوځی رژیم د دغو بې شرمانه تجاوزونو او تیریو په وړاندې به د پریکنده دریځ په نیولو سره مناسب ځواب ورکړل شی.»

ده زیاته کړې: «د دې لپاره چې دغسې بې باکه تجاوز او ظلم توجیه کړی، تېره ورځ پاکستانیو پوځی حلقاتو اوازه خپره کړه چې ګنې له افغانستان څخه د دوی خواته ډرون الوتکې اوښتی، همدا ډول یې یوځل بیا د خپلو داخلی ستونزو په وړاندې د ناتوانیو د توجیه کیدو په موخه پر افغان خاوره هوایی یرغل وکړ.»

د اسلامی امارت ویاند لیکلی داسې بې محاسبې، بې احتیاطه او کرکجن اقدامات بې له شکه چې د افغان ملت غوسه پاروی چې د پاکستانی نظامیانو لپاره به ناوړه پایلې ولری.

پاکستان د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه د کونړ او پکتیکا ځینې سیمې هم بمبار کړې وې. چارواکی وایی په کونړ کې یوه ښځه او دوه نارینه شهیدان شوی او دوې ښځې او دوه نارینه ټپیان شوی وو چې ټول ملکی او ځایی اوسېدونکی دی.

اسلامی امارت تر دې مخکې ویلی وو چې د روان کال د فبرورۍ له 22مې د اپرېل تر درېیمې پورې پر افغانستان د پاکستان په بریدونو کې 761 ملکی وګړی شهیدان شوی او 626 نور ټپیان شوی دی.