خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/08/13 6:47کد خبر: 12027
اسماعیل خان له خپلو پلویانو وغوښتل ، جهادیانو ته رایې ورکړی

اسماعیل خان له خپلو پلویانو وغوښتل ، جهادیانو ته رایې ورکړی

اسماعیل خان له خپلو پلویانو وغوښتل ، جهادیانو ته رایې ورکړی   - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

تاند - د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان په هرات کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د جمهوری ریاست په انتخاباتو کې هغه چا ته رایې ورکړی چې په جهادی کورنۍ پوری تړلی وی. د اوبو او انرژۍ وزیر دا خبره د هلمند د جنوبی ولایت په شمول د افغانستان د جنوب لوېدیځې حوزې د جهادی قومندانانو په غونډه کې وکړه. په وروستیو څو میاشتو کې دا په هرات کې د جهادی قومندانانو دوهمه غونډه ده چې د اوبو او انرژۍ د وزیر محمد اسماعیل خان له لوری جوړېږی. ده د تېرې غونډې په شان بیا پر خلکو ږغ وکړ چې هغه چا ته رایې ورکړی چې جهادی وی. ښاغلی اسماعیل خان د غونډې له برخوالو، چې ویل کېږی شمېر یې زرګونو تنو ته رسېده، وغوښتل چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د جهادی کاندیدانو ملاتړ وکړی. «د ازاد فکر خاوند ولسمشر، د افغانستان د تابعیت لرونکی ولسمشر، د جهاد او مقاومت د دېرش کلنو تجربو خاوند ولسمشر، لا خو څه باندې یو کال انتخاباتو ته پاتې دی، موږ سر له اوسه تیاری ورته نیسو. داسی نه چې د څو پیسو په خاطر په هر چا پسې وځغلئ.» د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسون د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ولسمشرۍ انتخابات به د 1393 لمریز کال د حمل په شپاړسمه نېټه ترسره شی. اسماعیل خان اوسنۍ ستونزې په هیواد کې د بېلابېلو بهرنیو هیوادونو د ځواکونو د موجودیت له کبله وبللې. د اوبو او انرژۍ وزیر وویل چې د مختلفو هیوادونو د یونیم لک عسکرو ترڅنګ په افغانستان کې د شپېتو هیوادونو استخبارات هم فعالیت لری. د ده په وینا په 2014 میلادی کال کې به له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان حالات ښه شی. «له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو په خاطر، چې خدای پاک دې یې د خپل حبیب له رویه له دې سره سره، چې وتلو ته یې یوه نیمه میاشت لا پاتې ده، ژر تر ژره وباسی.» اسماعیل خان دا هم وویل چې له یوې مودې راهیسی د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د یوې لویې شورا پر جوړولو کار روان دی. د ده په وینا د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې تر دېرشو زیاتې جهادی حوزې جوړې شوی او یوشمېر نورې هم د تشکیل په حال کې دی. د اوبو او برېښنا وزیر، چې د شوروی اتحاد پرضد د جهاد په کلونو کې په هرات کې د جمعیت اسلامی ګوند قومندان و، وویل چې له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته څو ملیونه مجاهدین به د احتیاط لپاره د خپل هیواد د دفاع اعلان وکړی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.