خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په خوږیاڼو کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ نښته

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې نن د امریکایی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخه جګړه شوې، چې طالبان وایی، څو بهرنی سرتېری یې پکې وژلی، خو بهرنی ځواکونه بیاد تلفاتو اوښتل ردوی.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په ټلیفون له ناڅرګند ځایه کلید ته وویل، چې جګړه د خوګیاڼو په مېملې سیمه کې د نن سهار له اتو تر یوولسو بجو دوام درلود او پکې د 7 امریکایی سرتېرو د وژل کېدو ترڅنګ د دغو ځواکونو څو ټانګونه له منځه تللی.
په ختیځ کې د ایتلافی ځواکونو مطبوعاتی ادارې کلید ته په خبرو کې د جګړې پخلى کړى، خو نښته کې د مرګ ژوبلې ور اوښتل په کلکه ردوی.
د خوګیاڼو ولسوال حاجی محمد حسن هم د پورته سرچینې په شان کلید ته یوازې جګړه تایید کړه، خو له تلفاتو یې معلومات نه لری.
د خوږیاڼو ولسوالی، چې د ننګرهار یوه له ناامنو ولسوالیو څخه یوه ده،ډېر ځله پکې بهرنی او کورنی ځواکونه پرخپلو کاروانونو تر بریدونو وروسته وسله والو طالبانو سره په جګړو اوښتی او د اوس غوندې یې پکې خپلې مرګ، ژوبلې رد کړی.
دا جګړه دې ولسوالۍ کې په داسې مهال شوی، چې د پارلمانی ټاکنو په رانېږدې کېدو سره د ټاکنو کمېسون د دې ولسوالۍ پر امنیتی وضعې پرون کلید ته اندېښنه وښوده او ویې ویل که ستونزې یې ختمې نه شی ښایی، هلته ټاکنې ترسره نه کړی.
- منبع: آژانس خبری ایرکا
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.