خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په کابل کې د عاشورا د لمانځلو لپاره ځانکړی تدابیر نیول شوی دی

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه
د محرم الحرام لسمه په ټوله اسلامی نړۍ کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې نمانځل کیږی او خلک په جوماتونو، تکیه خانو او ځینی نورو ځانګړو ځایونو کې دعا ګانې کوی.
په افغانستان کې هم یاده ورځ د شیعه او سنی مذهب د پیروانو له خوا لمانځل کیږی.
د کابل ښار د تکیه خانو پر دوازو او دیوالونو او یوشمیر واټونو کې، تورې او شنې ټوټې چې، ایتونه او احادیث پرې لیکل شوی ترسترګو کیږی.
د دې غونډو او محفلونو تنظیموونکی وایی، د مراسمو د ترسره کېدو ټول لګښتونه خلکو پر غاړه اخیستی دی.
د کابل ښار د چنداول د جعفریه جومات مسوول محمدباقر شیخ زاده د دې ورځې د فضیلیت په هکله وویل:
"په هره تکیه خانه، هره جعفریه او هرجومات کې د عاشورا ورځ خلک شخصی لګښتونه کوی، امام حسین "رح" د خلکو په زړونو کې احساس اچولی دا احساس اوس هم ژوندی دی، خلک په جذبو او احساساتو سره دا ورځ نمانځی او روح ته دعاګانې کوی."
په دی ورځ په کابل ښار کې خلک خیراتونه کوی، اوبه، شیدې، شربتونه او داسې نورخوراکی مواد نورو ته ورکوی.
ښاغلی شیخ زاده وویل، داهغه ورځ ده، چې د اسلام د پیعمبر (ص) لمسی "حضرت امام حسین" د ده له دوه اویا یارانو سره د کربلا په دښته کې شهید کړی شو؛ له همدې امله خلک د انحضرت روح په جذبو او احساساتو سره دعا کوی.
ځینی کابل ښاریان وایی، باید په دې مراسمو کې له پوره احیتاط څخه کار واخیستل شی؛ ترڅو د نورو د ستونزو سبب نه شی:
"زموږ هیله دا ده، چې دا ورځ په ډیر احیتاط سره ونمانځل شی او داسې بې احتیاطی په کې ونه شی، چې نوروته په کې زیان ورسیږی."
د افغانستان جمهوررییس حامد کرزی هم څو ورځې مخکې د دی ورځې د نمانځغونډو له مسوولینو هیله وکړه؛ چې په دی ورځ له بشپړ احیتاط او زیرکی څخه کار واخلی، څو مخالفین ونه شی کړای، چې دا مبارکې غونډې زیانمنې کړی.
تیرکال په همدې ورځ د کابل په مراد خانۍ سیمه کې د ابوالفضل (رح) د زیارت مخې ته، د دعاکوونکو په غوڼده دیوه ځان وژونکی برید په نتیجه لسګونه تنه مړه او ټپیان شوی وو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.