نن سهار 6 بجی وسله والو طالبانو د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ پر یوې امنیتی پوستې وسله وال برید وکړ، چی په ترڅ کې یې دواړو لوریو ته درنه مرګ ژوپله اوښتی.
د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ په خپره شوې خبر پاڼه کې رغلی، چې نن سهار وختی وسله والو په یاده ولسوالۍ کې د چشمه اوبه سیمې پر امنیتی پوستې برید وکړ او په ترڅ کې یې د پولیسو د سخت مقاومت سره مخامخ شول، چې د جکړې په ترڅ کې درې وسله وال طالبان ووژل شول.
د سیمې اوسیدونکی بیا وایی، کله، چې وسله والو برید وکړ د پوستې امنیتی چارواکی د سهار پر چایو ناست وو او وروسته د راکټ د مرمیو په گزارونو سره د دې پوستې ودانۍ والوزول شوه.
بله خواه د وسلوالو طالبانو یوه سیمه ییز قومندان کلید ته د تلیفون، په کرښه د دې خبر د پخلی ترڅنک وویل، چی دوى د دې امنیتی پوستې 12 تنه پولیس وژلی او د دوو طالبانو د وژل کیدو خبر یې هم تائید کړ.
د چشمه اوبه امنیتی پوسته هغه ځاى دى، چې څه موده مخکې هم وسلوالو طالبانو پرې ورته برید کړى و، چې په ترڅ کې یې د دې پوستې او د چشمې تفریحی مرکز تعمیر په بشپره توگه له منځه تللى و.
اوبه د هرات ختیځ لور ته غور ولایت سره په کډه پوله پرته ولسوالی ده، چې ډېرى وختونه پکې وسله وال طالبان پر امنیتی پوستو بریدونه کوی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: