جمهور رئیس حامد کرزی امنیتی ځواکونو ته امر کړى، چې د هغو رپوټونو په اړه تحقیقات وکړی، چې وایی په ننګرهار کې یو شمیر ولسی خلک وژل شوی دی.
راپورونه وایی، د ننګرها په شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالیو کې د افغان او ایتلافی ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د چهار شنبې په شپه یو شمیر ولسی خلک مړه او ټپیان شوی دی.
ویل کیږی دا پېښه د یوه توغندیز برید له امله رامنځته شوې ده.
حامد کرزی د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملی امنیت له ریاسته غوښتنه کړې، چې په دې اړه تحقیقات وکړی.
په دې اړه د جمهوری ریاست له لوری خپره شوې اعلامیه کې راغلی، چې تر څیړنو وروسته به جمهور رئیس لازمې پرېکړې وکړی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: