خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/09/16 8:7کد خبر: 12390
ایسا هڅه کوی په هېواد کې د اسهامو سیسټم دود کړی

ایسا هڅه کوی په هېواد کې د اسهامو سیسټم دود کړی

ایسا هڅه کوی په هېواد کې د اسهامو سیسټم دود کړی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

ایسا" یا په افغانستان کې د پانګې اچونې ملاتړه اداره وایی، د اسهامو د سیسټم دود به وکړای شی، په هېواد کې اقتصادی او سوداګریز فعالیتونه پراخ او ګړندی کړی. په سوداګریزو او اقتصادی چارو د اسهامو سیسټم نن سبا د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې جاری دی؛ خو په افغانستان کې تراوسه نه دی رامینځته شوی. د ایسا د ادارې رییس "وفی اله افتخار" د چهارشنبې په ورځ وویل، د دې لپاره چې د هیواد خلک په اقتصادی او سوداګریزو چارو کې پراخه برخه واخلی؛ د سټاک مارکېټ یا د اسهامو د بازار رامینځته کول ورته ضروری ګڼل کېږی: "موږ په هیواد کې د سټاک مارکېټ یا د اسهامود بازار د سیسټم د رامینځته کولو تصمیم نیولی دی، دا سیسټم به وکړای شی، خلک وهڅوی، چې په سوداګریزو او اقتصادی فعالیتونو کې ونده واخلی، د دی لپاره غواړو د خصوصی سکتور مشورې واخلو." په افغانستان کې له لسو کلونو راهیسې په مختلفو برخو کې میلیارډونه دآلره پانګه اچونه شوې؛ په اقتصادی او سوداګریزو چارو کې د پام پرمختګونه شوی؛ خو د سټاک مارکېت یا د اسهمامو د بازار سیسټم په کې نشته. د ایسا رییس وویل، د دې سیسټم رامنځته کولو ته یې طرحې ترتیب او د هیواد له اقتصاد پوهانو، سوداګرو، پانګوالو او له دولتی متخصصنو سره به شریکه او تر پنځه شپږو میاشتو پورې به یې بشپړه کړی. د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې رییس "مجدود پوپل" وایی؛ د افغانستان په اقتصادی او سوداګریز نظام کې د سټاک مارکېټ یا د اسهامو د بازار د سیسټم ځایول بې ګټې نه دی؛ خو مخکې له دې چې دا سیسټم رامینځته شی، باید اسانې، شفافې او په عین حال کې کره پالیسۍ ورته ترتیب شی: "اوسمهال په افغانستان کې سټاک مارکېټ ته شرایط ځکه مساعد نه دی؛ چې دې ته سیسټم د کره قوانینو جوړول ضروری دی؛ ځکه چې کېدای شی، چې د سهم لرونکو له پیسو څخه ځنیې شرکتونه ناوړه ګټه واخلی. داسې قوانین ورته ترتیب شی، چې د شرکت سرمایه معلومه او فعالیت یې په دقیقه توګه وڅاری؛ د خلکو مالی سهم په کې خوندی او له هره پلوه د خلکو د قناعت وړ وګرځی." د ایسا د ادارې د معلوماتو له مخې له تیرو لسو کلونو راهیسې په افغانستان کې د لګسونو میلیاردو ډالرو پانګه اچونه شوې او اوس هم کورنی او بهرنی پانګوال غواړی؛ چې په مختلفو پراختیایی برخو کې نورې پانګې هم واچوی.
  • منبع: آژانس خبرگزاری افغان ایرکا
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.