خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
د افغانستان د ملی امنیت پر رییس ځان وژونکی برید شوی

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
له کابل څخه د تازه راپور له مخې نن په دې ښار کې د ملی امنیت د رییس اسدالله خالد پر مېلمستون ځانمرګی برید شوی او په نتیجه کې خالد ټپی شوی دی.
د اسد الله خالد لور ته د ده په مېلمستون کې لاسی بم غورځول شوی چې په نتیجه کې یې نوموړی ژوبل شوی او اوس په روغتون کې بستر دی.
چارواکو ویلی چې خالد ته په روغتون کې وینه ورکړای شوې ده. تاند ته باوری سرچینې وویل چې خالد په پښو لګېدلی او د مرګ له خطره وتلی دی.
دوی ونه ویل چې د خالد روغتیایی وضعیت څرنګه دی.
تراوسه پوری د دې پېښې پوره جزییات نه دی څرګند شوی خو ګومان کېږی چې نورې مرګ ژوبلې به ولری.
نژدې درې میاشتې مخکې د ولسمشر حامد کرزی په غوښتنه او د ولسی جرګې په تایید اسد الله خالد د ملی امنیت د ادارې مشر وټاکل شو.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.