خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
په پکتیا ولایت کې سیلابونو درې تنه ووژل

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
له تېروڅو ورځو را په دې خوا د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز او څېرمه زرمت او سید کرم ولسوالیو کې د سیلابونو د راوتو له امله زیات زیانونه اوښتی دی.
د پکتیا والی ویاند روح الله سمون وایې، چې د ورستیو سیلابونو له امله سیمه والو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې دی .
د والی د ویاند په خبره درې کسه پکې وژل شوی او شپږ نور یې تبیان دی.
سمون وایې، چې سیلابونو د پکتیا ولایت ټولې سیمې زیانمنې کړې دی، خو تر دې دمه لا د سیلاب ځپلو سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې.
سمون وایې، سیلابونو 111 کورونه او په لویه کچه کروندې ویجاړې کړې دی.
نوموړى وایې، چې د سیلابونو له امله 3000 جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.
روح الله سمون په خیریه مؤسېسو غږ کوی، چې د پکتیا په ولایت کې دې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړی
د پکتیا په ولایت کې په دې ورستیو کې د سیلابونو له امله ګڼ شمیر مالی زیانونه اوښتی وو، خو له تېرو دوو ورځو را په دې خوایې د سیمې اوسیدونکو ته ځانی زیانونه هم واړول
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.