له تېروڅو ورځو را په دې خوا د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز او څېرمه زرمت او سید کرم ولسوالیو کې د سیلابونو د راوتو له امله زیات زیانونه اوښتی دی. د پکتیا والی ویاند روح الله سمون وایې، چې د ورستیو سیلابونو له امله سیمه والو ته مرګ ژوبلې هم اوښتې دی . د والی د ویاند په خبره درې کسه پکې وژل شوی او شپږ نور یې تبیان دی. سمون وایې، چې سیلابونو د پکتیا ولایت ټولې سیمې زیانمنې کړې دی، خو تر دې دمه لا د سیلاب ځپلو سره هیڅ ډول مرسته نه ده شوې. سمون وایې، سیلابونو 111 کورونه او په لویه کچه کروندې ویجاړې کړې دی. نوموړى وایې، چې د سیلابونو له امله 3000 جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده. روح الله سمون په خیریه مؤسېسو غږ کوی، چې د پکتیا په ولایت کې دې له سیلاب ځپلو سره مرسته وکړی د پکتیا په ولایت کې په دې ورستیو کې د سیلابونو له امله ګڼ شمیر مالی زیانونه اوښتی وو، خو له تېرو دوو ورځو را په دې خوایې د سیمې اوسیدونکو ته ځانی زیانونه هم واړول