خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
بادغیس ولایت کې طالبانو یوه ښځه په دار وځړوله

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
وسلوالو طالبانو د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یوه 48 کلنه ښځه په دار وځړوله.
دغه خبره د بادغیس ولایت په قادس خوردک سیمه کې د طالبانو یوه سیمه ییز قوماندان ملا محمد یوسف نن سهار رسنیو ته کړې.
د نوموړی په وینا، دغه ښځه بیدی صنم نومېدله او د قادس ولسوالۍ د قادس خوردک سیمې اوسېدونکې وه، چې د امېدوارۍ په تور په دار وځړول شوه.
ویل کېږی، یادې ښځې مړ ماشوم زېږولى و.
د یوسف د معلوماتو له مخې، د یادې ښځې خاوند 4 کاله پخوا مړ شوى، دوه زامن یې په ایران کې کډوال دی او مېرمنې یواځې ژوند کاوه.
د سرچینې په وینا، د دغې ښځې د اعدام حکم د هغې سیمې د طالبانو د یوه قاضی له خوا، چې قاضی احمد نومېږی صادر شوى دى.
عبدالواحد د یادې ولسوالۍ اوسېدونکى وایی، چې یاده ښځه کونډه وه.
هغه د دغې ښځې د امېدوارۍ د تایید ترڅنګ وویل، چې هغه باید اعدام شوې نه واى، بلکې بله سزا ورته ټاکل شوې واى
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.