خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
اوباما، جان کېری د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په توګه ونوماوه

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ډیموکرات سناتور جان کېری د بهرنیو چارو د نوی وزیر په توګه ونوماوه.
اوباما دغه اعلان پرون په سپینه ماڼۍ کې وکړ:
”زه فکر کوم دا به عادلانه وی، که وویل شی، چې د جان کېری په څېر لږ کسان داسې دی؛ چې دومره بهرنی ولسمشران او صدراعظمان پېژنی، یا هم زموږ بهرنۍ پالیسی دومره په ژوره توګه درک کوی.
دا ټکى کېری یو مناسب انتخاب جوړوی، څو په راتلونکو کلونو کې د امریکا ډیپلوماسی رهنمایی کړی.“
که چېرې امریکایی سناتور دا پېشنهاد تایید کړی، کېری به د مېرمن هلیری کلېنټن پرځاى، چې له اوباما څخه یې غوښتی، دا له واکه لیرې کړی، د بهرنیو چارو وزیر شی.
جان کېری دا مهال د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دى. کېری په داسې حال کې دغه مقام ته نومول کېږی چې څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیرې سوزان رایس د کاندیدانو له لیست څخه خپل نوم وایست.
هغې دا اقدام په کانګریس کې د جمهوریت غوښتونکو تر شدیدو انتقادونو وروسته وکړ.
کارپوهان وایی کېری به په مشرانو جرګه کې د خپلو همکارانو له خوا په اسانۍ سره د تایید رایه واخلی.
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟
دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.
نظرات مخاطبان
0 دیدگاههنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفتوگو باشید.