خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/18 0:0کد خبر: 1262

په ځانمرګی برید کې دولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په ځانمرګی برید کې دولسو تنو ته مرګ ژوبله واوښته - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ له غرمې وروسته ځانمرګى برید وشو، چې له کبله یې دوه پولیس ووژل شول او د پنځو پولیسو په ګډون لس تنه ټپیان شول. د لویدیځ زون ساحوی قوماندان جنرال اکرام الدین یاور، چې له دې پېښې روغ رواتى و، رسنیو ته ویلی، چې ځانمرګى برید کوونکی د ده د ساتونکو دوه وروستی موټر په نښه کړل، چې په ترڅ کې یې دغه پېښه رامنځته شوه. نوموړی زیاته کړه، چې د پېښې په ځاى کې د تېلو بار موټر هم سوځېدلی، چې په وینا یې، له همدې امله د یو شمېر پولیسو ټپونه ژور شوی دی. د هرات ولایت د ګذرې ولسوال ضیاء الدین شریفی رسنیو ته وویل، چې یوه ځانمرګی بریدکوونکی، چې په کورولا موټر کې سپور وو، د ولسوالۍ ودانۍ په 500 مترۍ کې یې د لوېدیځې حوزې د ساحوی پولیسو قوماندانۍ د یوه رېنجر موټر په مخ کې ځان والوځاوه. د نوموړی په وینا، د تېلو دوه ټانکرونه چې په سیمه کې وو، هم په بشپړه توګه سوځېدلی او د پولیسو رېنجر هم زیانمن شوى دى. د ګذرې ولسوال، د ولسوالۍ او کابل بانک ودانیو د زیانمنېدو خبره هم وکړه. د برید پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.