خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1389/05/18 0:0کد خبر: 1264

سېلاب ځپلی 500 میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لری

سېلاب ځپلی 500 میلیونه ډالرو مرستې ته اړتیا لری - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

له طبعی پیښو سره د مبارزې اداره وایی، شاوخوا 500 میلیونه ډالرو ته اړتیا لری، چې سیلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې ور ورسوی. پر همدې مهال د کرنې وزارت چارواکی وایی سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پراخې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړی او د سبو او مېوو حاصلات یې زیانمن کړی دی. د رسمی شمېرو له مخې، په هېواد کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو شمېره اوسمهال له اتیاوو اوښتې او سېلابونو شاوخوا 7000 کورونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وران کړی دی. سېلابونو تر ډېره د هېواد ختیځ، جنوب ختیځ او مرکزی سیمې ځپلې دی. د رپوټونو له مخې دغو سېلابونو په یو شمیر سیمو کې لارې او پلونه وړی او له یوې سیمې نه بلې ته یې غځیدلې لارې پرې کړی او د چارواکو په خبره دې کار د مرستې رسولو چاره هم له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړې ده. شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم په هېواد کې ځواکمن سېلابونه راوتلی وو چې سربېره پر مالی زیان یې تر 80 ډېر خلک ووژل .
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.