له طبعی پیښو سره د مبارزې اداره وایی، شاوخوا 500 میلیونه ډالرو ته اړتیا لری، چې سیلاب ځپلو ته بېړنۍ مرستې ور ورسوی.
پر همدې مهال د کرنې وزارت چارواکی وایی سېلابونو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پراخې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړی او د سبو او مېوو حاصلات یې زیانمن کړی دی.
د رسمی شمېرو له مخې، په هېواد کې د وروستیو سېلابونو د قربانیانو شمېره اوسمهال له اتیاوو اوښتې او سېلابونو شاوخوا 7000 کورونه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وران کړی دی.
سېلابونو تر ډېره د هېواد ختیځ، جنوب ختیځ او مرکزی سیمې ځپلې دی.
د رپوټونو له مخې دغو سېلابونو په یو شمیر سیمو کې لارې او پلونه وړی او له یوې سیمې نه بلې ته یې غځیدلې لارې پرې کړی او د چارواکو په خبره دې کار د مرستې رسولو چاره هم له ځنډ او خنډ سره مخامخ کړې ده.
شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې هم په هېواد کې ځواکمن سېلابونه راوتلی وو چې سربېره پر مالی زیان یې تر 80 ډېر خلک ووژل .
- منبع: ایرکا خبری آژانس
- لینک کوتاه
تگها: