خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1391/10/16 17:28کد خبر: 12759
لېون پنیټا په واشنګټن کې د اسد الله خالد پوښتنې ته ورغلی

لېون پنیټا په واشنګټن کې د اسد الله خالد پوښتنې ته ورغلی

لېون پنیټا په واشنګټن کې د اسد الله خالد پوښتنې ته ورغلی - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د بهرنیو چارو وزارت وایی، د امریکا د دفاع وزیر لېون پنیټا نن په واشنګټن کې د افغانستان د ملی امنیت دعمومی رییس اسد الله خالد پوښتنې ته ورغی. د بهرنیو چارو وزارت د رسنیو دفتر وایی چې؛ ښاغلی پنیټا د اسد الله خالد د وضعیت پر ښه کیدو خوښی څرګنده کړه. د یاد دفتر د معلوماتو له مخې، د امریکا د دفاع وزیر او د افغانستان د ملی امنیت رییس دغه راز د افغانستان د امنیتی وضعیت، د دواړو هیوادونو تر منځ امنیتی تړون او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې وکړې. ښاغلی خالد تیره میاشت په کابل کې په یوې ځان وژونکې حمله کې ټپی او وروسته بیا د درملنې لپاره امریکا ته واستول شو.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان