خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1391/10/22 12:14کد خبر: 12840
افغانستان او امریکا به پر داسې یوه امنیتی موافقه لیک باندې

افغانستان او امریکا به پر داسې یوه امنیتی موافقه لیک باندې

افغانستان او امریکا به پر داسې یوه امنیتی موافقه لیک باندې - خبرگزاری افغان ایرکا

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزی، د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر لیون پنیتا سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتی موافق لیک په اړه وویل:" زه باور لرم چی د دغه سفر په جریان کې به افغانستان او امریکا د یو دوه اړخیز امنیتی موافقه لیک پر طرحې باندې کار وکړی چې د دواړو هېوادونو ګټې پکې تضمین وی." حامدکرزی ته، په سیمه ایز وخت نن له غرمې مخکې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د یو لړ خاصو تشریفاتی مراسمو په ترڅ کې په پینټاګون کې تود هرکلی ووایه. وروسته د هېواد جمهوررئیس په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ملی سرودونه وغږول شول او د توپ 21 ډزې وشوې د پینټاګون د تشریفاتو ګارد معاینه او د هغه د احترام مراتب یې ومنل. حامد کرزی همدا راز د 2001 میلادی کال د سپټمبر په11 مه نېټه په پنټاګون باندې د القاعدې سازمان د برید له سیمې او د دغې نېټې د قربانیانو له یاد ځای څخه لیدنه وکړه . د هېواد جمهوررئیس د امریکا د دفاع له وزیر سره په کتنه کې وویل: زه خوشحاله یم چې د روان کال په جریان کې به له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتی مسوولیتونو د لېږد پینځم او وروستی پړاو اعلان او د هېواد بشپړ امنیتی مسوولیتونه به افغان امنیتی ځواکونه پخپله غاړه واخلی. حامدکرزی په تیرو یولسو کلونوکې د افغان امنیتی ځواکونو د روزلو او تجهیز له امله د امریکا له متحده ایالاتو او له خپلو نورو نړیوالو متحدینو څخه مننه او قدردانی وکړه. د هېواد جمهوررئیس پنیتا ته وویل:" ښاغلی وزیر زه تاسو ته ډاډ درکوم چې افغانستان به ستاسو په مرسته او همکاری په دې باندې وتوانیږی چې د خپلو خلکو امنیت ټینګ او د خپلې خاورې سرحدات پخپله وساتی ترڅو افغانستان هیڅکله هم د تروریستانو لخوا له پولې څخه د باندې نه و نه ګواښل شی." د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا په داسې حال کې چې د امریکا او افغانستان ملګرتیا یې بریالې وبلله، وې ویل: زه تاسو ته ډاډ درکوم چې د امریکا متحده ایالات او د دغه هېواد د دفاع وزارت په بشپړه توګه ژمن دی چې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړی ترڅو هغوی خپله خاوره پخپله وساتی. د امریکا د دفاع وزیر د افغانستان او امریکا اړیکو ته اشاره وکړه، وې ویل: دواړو هېوادونو په تیرو یو لسو کلونوکې له ترهګری سره د مبارزې په لاره کې قربانی ورکړی دی او دغو قربانیو د دواړو هېوادونو ترمنځ داسې ټینګ اتحاد جوړ کړی دی چې هیڅکله به هم مات نه شی. پنیټا، د افغان ځواکونو زړورتیا او مهارتونه وستایل، وې ویل چې افغان امنیتی ځواکونه د هرې ورځې په تیریدو سره له ځانه دا وړتیا ښکاره کوی چې دوی په جرات، میړانې او ځواکمنی سره د خپل هېواد امنیت تامینوی او د افغانستان لپاره د یو خوندی راتلونکی ضمانت کوی.
  • منبع: ایرکا خبری آژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.